اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) پخواني وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي هېواد كښې د آئین، قانون او د اولس د ووت تقدس له خوښې لرو، كه اولسي غږ وانه اوريدلې شو نو غير غیر یقینی صورتحال به راپیدا شي، ټول يو ډول حقونه لري،ټولو ته د احتجاج كولو حق ترلاسه دے او څوك هم د رايو آزادۍ څرګندونې څخه منع كيدې نشي۔ د نهې په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل هېواد كښې ټول يو برابر حقونه لري، ټولو ته د احتجاج كولو حق ترلاسه دے او څوك هم د رايو آزادۍ څرګندونې څخه منع كولې نشي، وګړي د خپل آئینی حقونو څخه محروم كيدې نشي۔ نواز شریف ووئيل بايد د تير وخت غلطیو څخه زدكړه وكړو ، ده ووئېل نړۍ بدلږي او پاکستان په خپل ځائې ولاړ دے۔ نواز شریف ووئيل بايد مونږ ټول د زغم څرګندونې سره مخ په وړاندې لاړ شو، مونږ د هېواد ګټې له د زغم څرګندونه كوو ، ده ووئېل هېواد د غیر یقینی صورتحال څخه ساتلو له بايد ټول خپل کردار ترسره كړي ، كه د وګړو غږ وانه اوريدلې شو نو دې څخه به غیر یقینی صورتحال راپیدا شي۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) به د ټولو خنډانو سره کامیابی ترلاسه كوي۔ په دې موقع مریم نواز ووئيل د مسلم لیګ (ن) ووټ بینك په ځائې دے څوك چې مسلم لیګ (ن) پرېږدي، د ګوند ووټ بينك به د هغوي سره نه ځي
متعلقہ مضامین
-
Remote education faces multiple challenges amid Covid: Shafqat
-
Three PAF officers promoted as air marshal
-
Remote education faces multiple challenges amid Covid: Shafqat
-
Remote education faces multiple challenges amid Covid: Shafqat
-
Shafqat Mahmood inaugurates new art gallery at Lok Virsa
-
Safe, exploitation-free society for women everyone’s responsibility: Alvi
-
Qureshi shares with Danish FM dossier on Indian war crimes
-
Safe, exploitation-free society for women everyone’s responsibility: Alvi
-
Pakistan Army captain martyred in Tank operation
-
Pakistan played unprecedented role for Afghan peace: Sh Rashid
-
Karachi’s Nazimabad recorded most rain as downpour continued the whole night
-
Pakistan played unprecedented role for Afghan peace: Sh Rashid