اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) وفاقي كابينې د پاکستان او کیوبا د دوو كتابتونونو ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو او د 54 اوورسيز اېمپلائمنټ پرومټرز د لائسنسونو د اجرا ء منظوري وركړې ده ۔ د وفاقي كابينې غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د پاکستان او کیوبا د دوو كتابتونونو ترمېنځه شريكه مرسته لا قوي كولو لپاره د نېشنل لائبرېري آف پاكستان او د نېشنل لائبرېري آف كيوبا ” جوز مارټي” د تفاهم د يادښتونو منظوري وركړې شوه ۔ كابينې په خاص توګه بېلټ اېنډ روډ روټس سره نزدې هېوادونو كښې د انټرنېشنل ټرانسپورټ ټېكنالوجۍ سټېنډرډز اېنډ سپیسیفیکېشن سسټمز پحقله سټډي لپاره د نېشنل ټرانسپورټ ريسرچ سنټر پاكستان او چائنه هائي وے اېنډ ټرانسپورټېشن سوسائټي او د سېكنډ هائي وے کنسلټنټس کمپنۍ لمېټډ ترمېنځه په درې اړخيزه اېم او يو د لاسليك هم منظوري وركړه۔ كابينې د اپريل په 4مه نيټه كال 2018 د قانوني مقدمو ترسره كولو لپاره د كابينه كمېټۍ د غونډې او په درېشم مارچ كال 2018 نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ په غونډه كښې د شويو پرېكړو توثيق وكړو۔ كابينې د لېفټېننټ جنرال صادق علي د پي او اېف بورډ پاكستان چيئرمېن په حېث د غوره كېدو هم منظوري وركړه۔ كابينې د بېورو آف امېګرېشن اېنډ اوورسيز اېمپلائمنټ لخوا د 54 سفارشونو د اووسيز اېمپلائمنټ پرومټرز ته لائسنس وركولو له د سمندر پورې پاكستانيانو او د بشري وسائلو وزارت له منظوري وركړه ۔ په غونډه كښې د ډاكټر خاور صديقي كهوكهر د نېشنل انسټي ټيوټ آف الېكټرانكس اسلام آباد ډائرېكټر جنرل په حېث د ټاكنې هم منظوري وركړې شوه
متعلقہ مضامین
-
PM, Chinese FM discuss Sino-Pak ties, CPEC
-
PM gets a warm welcome at Tajikistan Presidential Palace
-
NADRA chairman says gave presentation to ECP, not directions
-
SC extends bail of B4U CEO Saif-ur-Rehman
-
Graana.com, PIDE discuss capital’s housing societies
-
SC extends bail of B4U CEO Saif-ur-Rehman
-
Graana.com, PIDE discuss capital’s housing societies
-
NAB approves investigation against Agha Siraj Durrani
-
Another 0.5m doses of Russian sputnik vaccine arrive in Pakistan
-
Inclusive govt in Afghanistan must to achieve sustainable peace: PM
-
Pakistan, Tajikistan ink MOUs, agreements for cooperation
-
Pakistan out of UK’s travel red list, at last