اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) فلپائن او پاكستان د شريك اقتصادي كمسيون په پروټوكول لاس ليك كړے دے۔دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي روابط او دوه اړخيزه تجارت وده وكړي۔د پروټوكول لاس ليك كولو دستوره د شورو په ورځ په ځايې هوټل كښې وشوه۔په پروټوكول د پاكستان لخوا د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر عارف احمد خان او د فلپائن لخوا انډر سېكتر ډاكټر سيفير نو اېس روډولفو لاس ليك وكړو۔په دې موقع د اقتصادي چارو ډويژن دوهم سېكتر احمد حنيف اوركزئي٬رانا قېصر اسحاق٬د اقتصادي چارو جوائنټ سېكتر او د فلپائن سفير نه علاوه نور چارواكي هم موجود وو۔دستورې ته په خپله وېنا كښې د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر عارف احمد خان ووئيل د خبرو د اوږد پړاؤ نه پس دواړو هېوادونو يو شمېر پريكړې كړې چې پكښې يوه مهمه پريكړه د دې پروټوكول لاس ليك كول هم وه۔ده ووئيل دواړه هېوادونه د اقتصادي اړيكو په وده كښې خوښي لري۔د پاكستان او فلپائن ترمينځه په اقتصادي روابطو او تجارت كښې د اضافې پراخا امكانات شته۔په دې موقع د فلپائني پلاوي مشر انډر سېكتر روډولفو ووئيل د شريك اقتصادي كميسون د پرانستې غونډه كښې ګټورې خبرې شوي ٬مونږ پاكستان يو لويې او مستحكم تجارتي شراكتدار ګڼو۔پاكستان سره د اوږدې مودې تجارتي اړيكې غواړو۔ده ووئيل د پاكستان آبادي د 220 ملينه نه زياته ده او معيشت يې په تندۍ سره پرمختګ كوي۔د فلپائن آبادي لس ملين ده او د معيشت د پرمختګ شرح يې 6.7 فيصد د
متعلقہ مضامین
-
MQM-P has every right over Karachi: Khalid Maqbool
-
Appeal to take back Maryam’s tickets submitted, replacement candidates selected
-
Police stops Bilawal from proceeding to Uch Sharif
-
Appeal to take back Maryam’s tickets submitted, replacement candidates selected
-
Sharifs ready to challenge Avenfield verdict in IHC
-
COAS visits under construction Zalam Kot Tunnel in Malakand
-
Was told an example will be made out of me for challenging Khalai Makhlooq: Maryam Nawaz
-
PPP supports secularism and diversity in society: former minister Sardar Shah
-
Govt reduces petroleum prices
-
SJC okays open trial of Justice Shaukat Siddiqui
-
Yes, we’re coming back
-
NAB moves Interior Ministry for placing Sharifs on ECL