اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې شپږمه مردم او خانه شماري په كاميابۍ سره كول د اوسني حكومت مهمه كاميابي ده٬ جمع كړې شوې شمېرې به په مناسبه منصوبه بندې او پاليسي سازې كښې مهم كردار ولوبوي۔ دا خبرې ده د خالې په ورځ د شپږمې مردم او خانه شمارې د مالي خرڅونو د جاج غونډې مشرۍ په مهال خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د خزانې سېكتر ٬ د شمارياتو څانګې او د خزانې وزارت اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ د شماياتو څانګې ډلې وفاقي وزير ته د مردم شمارۍ پحقله د خرڅونو او په نورو چارو بريفنګ وركړٶ۔ د خزانې وزير خبر كړے شو چې د مردم شمارۍ په خرڅونو كښې امنيتي خرڅونه ٬ فيلډ عملې لپاره د ټرانسپورټ خرڅونه او د بېلا بېلو عملې د معاوضو خرڅونه شامل دي ۔ اسحق ډار ته ووئيل شول چې د مردم شمارۍ ځانګړې برخه اړوند ضلعي انتطاميې ادا كړې ده۔ د خزانې وزير په دې موقع ووئيل چې شپږمه مردم او خانه شماري په كاميابۍ سره كول د اوسني حكومت مهم سنګ مېل دے٬ جمع كړې شوې شمېرې به په مناسبه منصوبه بندې او پاليسي سازې كښې مهم كردار ولوبوي۔ ده ووئيل دې مهم كار لپاره د شمارياتو څانګې ته په وخت ټول مطلوبه مالي وسائل وركړې شوي
متعلقہ مضامین
-
Zulfi Bukhari resigns over Rawalpindi Ring Road scandal
-
Coronavirus kills 74, infects 3,232 more: NCOC
-
Fawad urges int’l community to meet its obligation in normalizing situation in Palestine
-
Coronavirus kills 74, infects 3,232 more: NCOC
-
CAA fines private airline for bringing passengers on fake Covid reports
-
CAA fines private airline for bringing passengers on fake Covid reports
-
Next financial year to be year of economic growth: Hashim
-
Muslim unity vital to end plights of Palestinians, Kashmiris: Masood
-
Govt places Shehbaz Sharif’s name on ECL
-
Opposition requisitions senate session to condemn Israel’s violence
-
Govt places Shehbaz Sharif’s name on ECL
-
Coronavirus kills 135 in Pakistan over 24 hours