اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير او د پاك سعودي همكارۍ فوكل پرسن ډاكټر مصدق ملك سعودي سرمايه كارو ته په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي مونږ سعودي عربستان سره په بېلو څانګو كښې اړېكو ٬ تجارتي ٬ اقتصادي او د سرمايه كارۍ تړون ته وده وركولو كښې خوښي لرؤ٬ دوه اړخيزه اړيكې لا ګټورې جوړولو له به ګامونه پورته كول وي٬ د سرمايه كارۍ په لاره كښې به كوم خنډ حائل كېدو ته پرېښودلے نه شي٬ د دواړو هېوادونو نجي څانګې دې په ګډه مخ په وړاندې لاړې شي او د معاشي پرمختګ په سفر كښې دې زمونږ مرسته وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په اسلام آباد كښې د ګل په ورځ د پاكستان سعودي عرب سرمايه كاري فورم 2024 پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل سعودي عربستان په دې اوسنيو كلونو كښې تندۍ سره پرمختګ كړے دے ، پاكستان سره د هنرمند افرادي قوت هېڅ كمې نشته۔ د پاكستان هنرمند وګړي د سعودي عربستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان د قدرتي وسائلو او معدنياتو او سعودي عربستان د تېلو پراخا پنګې لري۔ پاكستان سعودي عربستان خپل مشر ورور ګڼي۔ مونږ سعودي عربستان سره په بېلو څانګو كښې تړون ته وده وركول غواړؤ۔ ده ووئيل پاكستان كښې په بېلو څانګو كښی د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي٬ د ګوادر بندر ځايې په سباؤن كښې ګردې نړۍ لپاره د تجارتي راهدارۍ مركز جوړېدونكے دے۔ پاكستان د سېلګرۍ هم بلها موقعې لري۔ حكومت سېلګرو ته د آسانيو وركولو هڅه كوي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل لاندې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو داسې فورم موجود دے چې ورسره د سرې فيتې ركاوټونه اوس ختم شوي دي٬ سرمايه كارو ته هر ډول آسانۍ وركولې شي۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل مونږ سپېځلتيا ته وده وركوؤ٬ هر وګړي ته به د وړاندې تللو موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ د ورورولۍ رشته ده او مونږ غواړؤ چې د دواړو هېوادونو اړيكې په بېلو څانګو كښې لا مضبوطې شي
متعلقہ مضامین
-
720 diarrhea patients visit Rawalpindi’s health centres
-
Tourists decry poor cleanliness arrangements at Faisal Mosque
-
Capital’s air quality consistently healthy
-
Afghan quake survivors stream into Pakistan
-
Minister says no compromise on provincial rights, powers
-
UMT holds rector merit award ceremony
-
PHC fines three private hospitals for violating rules
-
KU distributes Rs35m ‘Deans’ Research Grant’ among 240 faculty members
-
Seminar on state of economy and annual budget held at Parliament House
-
Dua Zehra case: SC disposes of case after father withdraws plea
-
KU distributes Rs35m ‘Deans’ Research Grant’ among 240 faculty members
-
Dua Zehra case: SC disposes of case after father withdraws plea