اسلام آباد 16اپرېل(اے پی پی)خارجه وزير اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان كښې به د سعودي سرمايه كارۍ څخه نه يواځې د قدر وړ شراكتدارۍ ته تقويت ترلاسه شي بلكې دا به په سيمه ايز امن او استحكام كښې هم مهم كردار ادا كړي۔هغه د نهې په ورځ د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل(سي آئي اېف سي)فورم ته خطاب كولو چې پكښې د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود په مشرۍ كښې دوره كونكې د اعلٰی كچ سعودي پلاوي هم ګډون كولو ۔دوره كونكې پلاوي كښې د سعودي د اوبو او كركيلې وزير٬ نجینیر عبدالرحمن عبدالمحسن آل فضلی،د صنعت او معدني وسائلو وزير بندر ابراهیم الخریف ٬د سرمايه كارۍ مرستيال وزير ابراہیم بن یوسف المبارک ٬د سعودي خاص كمېټۍ مشر محمد مازیاد التویجري او د توان وزارت او د سعودي پبلك انويسټمنټ فنډ اعلٰی چارواكي شامل وو۔خارجه وزير ووئيل د موجوده حكومت هدف سرمايه كارو په خاص توګه د سعودي عرب سرمايه كارو لپاره په زړه پورې ماحول راپېدا كولو سره پاكستان د اقتصادي هلو ځلو او جدت مركز جوړول دي۔خارجه وزير پلاوي ته باور وركړو چې پاكستان كښې به د سعودي سرمايه كاري د شريك پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هم مرستياله ثابته شي۔خارجه وزير د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان كښې به د سعودي سرمايه كاري د قدر او اداره جاتي نظام د لارې كارولې شي۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د اسلامي ورثه تر مخه او د شريكې سټريټجكې ګټې ترمخه قوي اړيكې قائم دي او د سعودي پلاوي دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه ژورتيا او تل پاتي روابط رامخې ته كړل۔ده پلاوي ته ووئيل چې د اېس آئي اېف سي پليټ فارم مقصد سرمايه كارۍ سره اړوند عمل په غوره ډول ترسره كول او فيصله سازي فعاله كول دي۔ ده ووئيل د شريكو هڅو د لارې به د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اړيكې لا قوي شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو ډلو له د ترلاسه موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab Assembly speaker violating constitution, claims CM Hamza
-
Budget delayed as ruckus mars PA session
-
Punjab Assembly’s budget session to restart today amid deadlock
-
US Ambassador Blome rings starting bell at Pakistan Stock Exchange
-
‘King’ Babar Azam says his runs are worth gold if Pakistan wins World Cups
-
Modern and quality educational facilities our top priorities: minister
-
Sana directs safe recovery of Aaj News assignment editor
-
NEPRA imposes Rs 10 mln fine on HESCO for transformer blast fatalities
-
‘King’ Babar Azam says his runs are worth gold if Pakistan wins World Cups
-
Pre-monsoon rain-thundershowers likely from June 15 (Wednesday)
-
ECP sets up 109 centres for data verification in voters’ list
-
People to be provided relief at all cost: Maryam