اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) پاكستان وئېلي دي چې د هند په غېر قانوني تسلط جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين او منظم خلاف ورزو لړۍ جاري ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې وئېلي دي چې د ايمنسټي انټرنېشنل پشمول د بشري حقونو ګڼ شمېر نړيوالو تنظيمونو په يوه شريكه چيټۍ كښې جي 20 غړي هېوادونه په خاص توګه كنفرنس كښې رابللې شويو هېوادونو او نړيوالو تنظيمونو پام په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنكين خلاف ورزو پلو راګرځولې دي۔ دې ووئيل چې په خط كښې د هند غېر قانوني تسلط جمو كشمير كښې د روانو جابرانه پالېسو ذكر شوې دې چې پكښې د اظهار آزادۍ٬ سوله ايز اجتماع او په انجمنو د پابندۍ نه علاوه آزاد مېډيا او سول سوسائټۍ ګروپ په ضد كريك ډاؤن كښې شدت شامل دې۔ وياندې ووئيل چې هندي قابض ځواكونو مقبوضه كشمير كښې په منظم طريقه د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د رياستي سلامتيا قوانين استعمالوي چې پكښې (يو اي پي اے) او جمو كشمير پبلك سيفټي ايكټ شامل دې دغسې مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو كاركنان په نښه كېږي۔ وياندې ووئيل چې هند جي 20هېوادنو غونډې كوربتوب كوي او هغه په نړيواله كچه خپل ځان د يو مهم هېواد په توګه وړاندې كوي٬ هغوي له د نړيوال بشري حقونو او قوانين له مخې د خپلو ذمه وارو احترام كول پكار دي او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزو خاتمه كول پكار دي
متعلقہ مضامین
-
SC for making JIT reports part of Perween Rehman murder trial
-
Construction of Pakistan’s third and biggest Shaukat Khanum Hospital Karachi is underway
-
IG Punjab orders action against land grabbers
-
China helping Pakistan boost its exports
-
Civil society welcomes LHC order requiring EIA of Ravi Urban Development Project
-
Opposition suggests amendments to NAB laws
-
SC issues notices to AGs, assembly speakers on Senate polls reference
-
The Quaid-e-Azam truck stand faces troubles
-
Reviving Virtual Governance for efficient service delivery is the need of the time
-
Food security only if agriculture a profitable sector
-
Food security only if agriculture a profitable sector
-
Huge corruption in Finance Department Sindh: NAB gets important evidences