اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان دنګې څوكې ٬ ښكلې تالابونه ٬ شنې او خېرازه وادۍ ٬ پخواني تهذيبونه او بشپړه كلتوري ورثه لرونكې هېواد دے٬د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د سېلګرۍ نړيوالې ورځې كومه چې نن د شورؤ په ورځ لمانځلې شي په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل ما لپاره دا خبره د خوشحالۍ ده چې نن مونږ د سياحت ورځ لمانځوو٬ نن مونږ د منطقې پرمختګ او سوكالۍ كښې د سياحت څانګې د كردار او صلاحيت كارولو د عزم پخلے كوؤ۔ ده ووئيل هر كال د ستمبر په 27 مه نېټه د ملګرو ملتونو د سياحت نريوال تنظيم (يو اېن ډبليو ټي او) تر سېوري لاندې د سياحت نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ د دې ورځ لمانځلو مقصد د سياحت څانګې اهميت او زمونږ په ټولنه د دې د اغېز په اړه اولسي شعور بېدارول دي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د ملګرو ملتونو د سياحت نړيوال تنظيم د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقعه انسانيت ٬ زمكې او سوكالۍ لپاره د نورې سرمايه كارۍ كولو حاجت په ډاګه كوي۔ ده ووئيل هم دا وخت دے چې مونږ اقتصادی پرمختګ او پېداواري صلاحيت زياتولو له د روايتي سرمايه كارۍ سره سره عصري او نوې غېر روايتي حل هم خپل كړؤ۔ ده ووئيل د روان كال په مهال د دې ورځې مقصد نجي څانكې ته د دې خبرې ترغيب وركول دي چې هغه د صفر كاربن اخراج طريقې خپلې كړي٬ د توان كھپت كم كړي او د ټولو سياحتي ځايونو حیاتیاتی تنوع او ماحولیاتی توازن په ځاے ساتلو له د تجديد وړ توان څخه ګټه پورته كولو سره د تلپاتي سېلګرۍ بشپر صلاحيت وكاروي۔ صدر مملكت ووئيل راځۍ چې مونږ ټول يو غوره او تلپاتي سباؤن لپاره ماحول دوسته سرمايه كارۍ ته پام ګرځولو سره د تلپاتي سياحت امكانات كارولو له په ګډه كار وكړؤ۔ (MWA/MWA/1327)
متعلقہ مضامین
-
Female Lawyer aerial firing video goes viral
-
Chinese university holds symposium on Pakistani film ‘Parwaaz Hai Junoon’
-
Niamey declaration manifests OIC support to Kashmir cause: FO
-
SC rejects plea against Qazf proceedings in false rape case
-
Two PIA officers arrested in fake degrees scam
-
Exports increase by 7.2pc in November: Razak
-
Shehbaz, Hamza urge Punjab govt to extend release on parole
-
Dar spews venom against Army top brass
-
Ex-PM Mir Zafarullah Khan Jamali passes away
-
UK reaffirms support to promote renewable energy initiatives in Pakistan
-
Four polio workers injured in Kandhkot attack
-
Transparency International (TI) Pakistan and World Economic Forum have appreciated NAB’s Anti Corruption efforts: Chairman NAB