اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په احتساب ريفرنس کښې د نواز شريف په بريت د مننې څرګندونه کولو سره وئيلي دي چې د احتساب عدالت فيصله د دې ګواهي ورکوي چې نواز شريف ته په سياسي توګه زيان رسولو له هغه قصدا ً ناسمې او د دروغو مقدمې سره مخ كړے شو٬ دا ثابته شوې چې نواز شريف ته سياسي زيان رسولو لپاره هغه د نيازي جوړې جاړې د لارې د سياسي انتقام ښكار كړے شو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د پاك پروردګار شکر دے چې نواز شريف ته انصاف ورکړے شو، د احتساب عدالت فيصله د دې ګواهي ورکوي چې نواز شريف ته په سياسي توګه زيان رسولو له هغه قصدا ً ناسمې او د دروغو مقدمې سره مخ كړے شو۔ ده ووئيل عدالت دا منلې ده چې نواز شريف د لاهور هائي کورټ او حکومت په اجازت بهر ته تللې دې۔عدالت دا هم منلې چې نوازشريف که په هېواد كښې وو نو د تفتيش برخه به جوړېدو۔ وزيراعظم ووئيل دا ددې ثبوت دى چې د دغه وخت انتقامي حکومت په قصدي توګه نواز شريف مفرور اعلان کړے ؤ۔ دا ثابته شوې چې نواز شريف ته سياسي زيان رسولو لپاره هغه د نيازي جوړې جاړې د لارې د سياسي انتقام ښكار كړے شو۔ ده ووئيل زه لارښود نواز شريف ته مباركي وركوم چې پاك پروردګار هغه د دروغو په يوه بله مقدمه كښې سرخرو كړو۔ هيله ده چې نواز شريف سره د سياسي مقاصدو په خاطر كوم ظلم زياتې شوې په دې كښې به هغه ته بشپړه انصاف وركړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
British authorities continue to issue visas to Pakistanis amidst Covid-19 pandemic
-
Pakistan condemns gratuitous remarks of Indian defence chief
-
Pakistan condemns gratuitous remarks of Indian defence chief
-
Shibli Faraz turns down news of PTV’s privatisation
-
Sindh High Court rejects petition to legalize possession of small amounts of recreational hemp
-
ML-1 rail project to ensure massive economic activity in country: PM
-
Ehsaas program to launch ‘One Window Initiative’
-
Thar faces flour shortage as most of mills closed down
-
Ehsaas program to launch ‘One Window Initiative’
-
Ehsaas program to launch ‘One Window Initiative’
-
Five reasons why you need to register for the NASFF
-
Candlelight vigil condemns attack at Kabul University