اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي)د چين خارجه وزارت وياند وانګ وين بين وئېلي دي چين-افغانستان-پاكستان د درې كسيزه ډلې د لارې سيمه ايز استحكام په ځاے ساتلو لپاره چمتو يوو۔د نهې په ورځ پرېس بريفنګ كښې د چين-افغان-پاكستان درې كسيزه خارجه وزيرانو د خبرو اترو پنځم پراؤ په اړه ده ووئيل د درې واړو ډلو خارجه وزيرانو د ښه ګاونډي او شريك باور٬امنيتي مرستې او ترهه ګرۍ مخ نيوي٬روابطو ٬تجارت او سرمايه كارۍ غوندې په مسئلو تفصيلي خبرې كړي او اتفاق ته رسېدلې۔درې واړو هېوادونو د چين٬افغان۔پاكستان خارجه وزيرانو د خبرو اترو پنځم پراؤ خبرو په اړه يو شريك بيان هم جاري كړے چې پكښې د شريك احترام٬مشاورت او شريكې ګټې په اصولو اډانه سياست٬پرمختګ او د سلامتيا په درې لويو څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو له عزم څرګند شوے ۔وياند ووئيل چين د درې كسيزه ډلې د مرستې چينل د لارې د درې واړو هېوادونو ترمينځه سټريټجك رابطو او پالېسي كوآرډينېشن قوي كولو٬د ګاونډي په توكه شريكه ملګرتيا او سټريټجك باور زياتولو٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي امنيتي مرسته لا زياتولو او د درې واړو هېوادونو ترمينځه خپلولي لا مستحكمولو لپاره تيار يو دغسې چې سيمه ايز استحكام او خوشحالۍ ته وده ترلاسه شي۔
متعلقہ مضامین
-
Ban on Tik Tok
-
15 killed in a convoy attack in Ormara, Balochistan
-
Pak-China ‘Rapid Response System’ countering disinformation, propaganda against CPEC
-
KP province at growing risk of urban ,glacial lake outburst floods:SAPM
-
PM Imran Khan condemns terrorist attack on OGDCL convoy
-
15 killed in a convoy attack in Ormara, Balochistan
-
Pakistan successfully raised Kashmir issue at international forum: Fakhar Imam
-
Tiger Force to fill human resource gap: Usman Dar
-
UAF scientist’s study to help technological development
-
Pre-conditions set by Pakistan benchmark for any talks with India: Moeed
-
Pak-China ‘Health Corridor’ to benefit people’s livelihood in Pakistan: report
-
Pre-conditions set by Pakistan benchmark for any talks with India: Moeed