اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي پاكستان د پوليو خاتمې لپاره عزم لري٬په ځينې خاص سيمو كښې او د هېواد زياتره برخو څخه پوليو ختمه شوې٬سياسي اختلافات په خپل ځاې خو ټول هېواد د پوليو خاتمې لپاره يو موټے دے٬د پوليو د مخ نيوي قامي اقدام به چا له د مينځه وړلو اجازه ورنه كړی شي۔د دې خيالاتو څرګندوه ده د زيارت په ورځ د پوليو خاتمې ګلوبل پوليو ريډكشن انيشيټو(نړيوال اقدام)پلاوي سره په خبرو كښې كړې۔د پلاوي مشري د پوليو اوورسائټ بورډ چيئرمېن او د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن صدر ډاكټر كرسټو فرايلس كوله۔په پلاوي كښې د ډبليو اېچ او ريجنل ډائرېكټر ډاكټر احمد المندهاري٬د يونيسف ريجنل ډائرېكټر جارج لاريه ادجي٬د نېشنل اېن پي پي سي چيئرمېن عزيز ميمن٬روټري انټرېشنل او پوليو خاتمې پروګرام شراكتدارو ادارو او د مرستې ادارو چارواكي شامل وو۔په دې موقع د نېشنل هېلت سروسز اينډ ريګولېشنز وفاقي وزير عبدالقادر پټيل هم موجود ؤ ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د پوليو خاتمې لپاره عزم لري٬د ځينې خاص سيمو او د هېواد زياتره برخو څخه پوليو ختمه شوې۔ده ووئيل سياسي اختلافات په خپل ځاې خو ټول هېواد د پوليو خاتمې لپاره يو دے٬د پاكستان حكومت به هېواد د پوليو څخه پاكولو او هر ماشوم ته د پوليو څاڅكي وركولو لپاره هڅې روانې ساتي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ټول پاكستانے قام د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن٬روټري انټرنېشنل٬يونيسف او د ډبليو اېچ او پشمول د شراكتدارو او د مرستېالو د پوليو خاتمې په لړ كښې مننه كوي۔دغسې پلاوي پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره د بشپړه مرستې او عزم باور وركړو او وزيراعظم په پاكستان كښې د پوليو خاتمې په اړه په لويو هڅو د پلاوي مننه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پوليو مخ نيوي ډلو ته بشپړ امنيت وركړے كېږي٬پاكستان چاته هم د قام د هڅو سبوتاژ كولو اجازه نه وركوي۔وزيراعظم شهباز شريف د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزير عبدالقادر پټيل ته هدايت وكړو چې سمدستي د پېښور دوره وكړي او د پوليو وائرس مخ نيوي لپاره ماشومانو ته د پوليو د څاڅكو وركولو ھڅې تندې كړي او په خاص توګه د خېبرپښتونخوا په هغه سيمو كښې د پوليو مخ نيوي ويكسين وركولو لپاره د صوبائي حكومت چارواكو سره مرسته وكړي چرته چې پوليو وائرس اوس هم موجود دے ۔ډاكټر كرسټو فرايلس د وزيراعظم لپاره د بل ګيټس لخوا د نيكو هيلو پېغام هم ورسولو او وزيراعظم ته يې ووئيل بل ګيټس د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره په ذاتي خوښۍ د وزيراعظم مننه كوي ۔دغسې د يونيسف كنټري ډائرېكټر وزيراعظم د هېواد سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې د هلو ځلو او په دې سيمو كښې د پوليو كمپائن مخ نيوي په اړه خبر كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Economic growth through infrastructure development
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Primary schools open from today across country