شرم الشېخ 07 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش سره د مصر په شرم الشېخ ښار كښې د كوپ-27 مشرانو غونډې په مهال ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم په هېواد كښې د تباهۍ كونكې سېلاب په تناظر كښې د عمومي سېكتر لخوا د يووالي د څرګندونې او پاكستان لپاره په لويه كچه د مرستې د اپيل ستائنه كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان كښې د تباهۍ كونكې سېلاب څخه په لويه كچه تباهي د موسمياتي بدلون له امله د رامخې ته شوي چېلنج واضح څرګندونه ده۔ وزيراعظم د موسمياتي انصاف او ماحولياتي يووالي لپاره د عمومي سېكترې د مطالبې هم توثيق وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د پوسټ ډيزاسټر نيډز اسسمنټ له مخې د سېلاب له امله د شوي زيان اندازه 32 اربه ډالره نه زياته ده كومه چې د پاكستان د مجموعي قامي پېداوار (جي ډي پي) نزدې 10 فيصده جوړېږي، پاکستان ته به بحالي او بيا رغونې لوي كار لپاره د تل پاتې پرمختګ ماډل په بنياد زياتې نړيوالې مرستې ته اړتيا وي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف پاکستان سره د يووالي څرګندونې لپاره تېره مياشت د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د قرارداد د منظورۍ حواله وركولو سره ووئيل پاكستان ټول پرمختيائي شراكتدار راغونډولو لپاره د يو “نړيوال ډونرز كنفرنس” تابيا ته منتظر دے۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو لخوا د پاکستان په مجوزه کنفرنس كښې د يو جامع بحالۍ او بيا رغونې منصوبې په جوړولو كښې مرسته كولو لپاره د انټر ايجنسي ټيم جوړولو هم ستائنه وكړه د كوم مشري چې به ډپټي عمومي سېكتر كوي۔ وزيراعظم ووئيل موسمياتي كنفرنس نړيوالې ورورولۍ لپاره په وخت يوه موقع ده چې ھغوي د ماحولياتي بدلون اثرات كمولو او ماحولياتي انصاف ته وده وركولو لپاره د مساوات او په مشتركه اصولو آډانه اقدامات وكړي۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې COP27 غونډه به په پاكستان كښې د سېلاب څخه د زيان او د تباهۍ مخنيوي لپاره يو مهم “ډيليوريبل” وي۔ وزير اعظم محمد شهباز شريف او عمومي سېكتر ترمېنځه دوه اړخيزه ملاقات نه پس د “پاکستان پويلين” كښې دشريك خبرې پرېس كنفرنس هم شوے دے
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Economic growth through infrastructure development
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Now time for Pakistan and Afghanistan to define a new vision: Dr Abdullah Abdullah