اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شريف سره افريقا ٬ منځني ختيز او سوئيلي آسيا لپاره د پيپسي كو چيف اېګزېكټيو آفيسر يوجين وليم سن په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د صنعت وفاقي وزير مخدوم مرتضی محمود هم ګډون كولو۔ وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل قومونه د معاشي پالېسيو د تسلسل د لارې جوړېږي۔ وزیرِ اعظم د پیپسی کو پاكستان څخه د منطقې نورو هېوادونو ته د صادراتو ستائنه كولو سره كمپنۍ ته د پاكستان په زرعي صنعت كښې د سرمايه كارۍ زياتولو ترغيب وركړو۔ یوجین ولیم سن وليم په كاروبار دوسته پالېسيو د وزيراعظم مننه سره د حكومت د معاشي ٬ كاروباري او سرمايه كارۍ پالېسيو تسلسل لپاره د وزيراعظم د هڅو ستائنه هم وكړه۔ یوجین ولیم سن زياته كړه چې پيپسي كو سېلاب ځپليو لپاره د راشن 50 لكه پاكټونه وركړي دي او دغسې په ګرده نړۍ كښې د پيپسي كو ملازمينو لخوا د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د عطيانو جمع كولو كمپائن هم روان دے۔ وزيراعظم په مرسته كولو د پيپسي كو مننه كولو سره د كركيلې څانګه كښې جدت رامخې كولو له د كمپنۍ لخوا د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Economic growth through infrastructure development
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Primary schools open from today across country