اسلام آباد۔04 اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو په پاکستان کښې سېلاب ځپلو لپاره د بشري مرستو غوښتنه له 160 میلیونو ډالرو څخه 816 میلیونه ډالرو ته رسولې ده۔ په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو هیومېنټیرین کوآرډینېټر جولین هارنیس دا خبره په جنېوا كښې يو بريفنګ كښې وكړه۔ خبر رسنې ادارې’’رائټرز‘‘ د ملګرو ملتونو عهدېدار حواله ووئيل تر كومې چې مونږ په ځپليو سيمو كښې د روغتيا ٬ خوراك ٬ اوبو او د صفايۍ خذمات په رسولو كښی د پاكستان حكومت مرستې له تندۍ سره كار نه كوؤ په دغه سيمو كښې به د كوچنيانو رنځونه سوا كېږي۔ ده ووئيل د تازه شمېرو له مخې د سېلاب د لاسه 1700 كسان مړه او د لكھونو په شمېر بې كوره شوي۔ ملګرو ملتونو سېلاب ځپليو سيمو كښې په رنځونو كښې د زياتوالي اندېښنه ښكاره كړې۔ د پاكستان حكومت د سېلاب د لاسه د شوي زيان اندازه 30 اربه ډالر لګولې ٬ حكومت او ملګرو ملتونو ماحولياتي بدلون په پاكستان كښې د قدرتي آفت د راتللو سبب ګرځولے ۔ دې نه وړاندې خارجه دفتر په يو بيان كښې ووئيل فلډ رسپانس پلان د پاكستان حكومت او د ملګرو ملتونو ترمينځه د نزدې تړون په بنياد جوړ كړے شوے او په دې كښې سختو ځپليو سيمو كښې بې وزله كسانو ته ضروري سامان رسولو پلو خاص پام ګرځولےشوے۔ په جنېوا كښې د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د ملګرو ملتونو فلېش اپيل 2022 په اړه دستورې ته اسلام آباد څخه خپل ورچوئل خطاب كښې د خارجه چارو وزير مملكت حنار رباني كھر په پاکستان کښې خلق د سيلاب د تباهۍ څخه بچ كولو او په سباؤن كښې د ماحولياتي بدلون د اغېزو مخنيوي لپاره د بشپړه منصوبو په حاجت زور راوړوے۔ په جنېوا کښې د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د ملګرو ملتونو فلش اپيل 2022 غونډې ته اسلام آباد څخه په خپل ورچوئل خطاب كښې حنا رباني کهر ووئیل دا د پاکستان او نړۍ اجتماعي مسؤلیت دے چې هغه په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرسته وكړي۔ د يو انسان په حېث دا زمونږ اخلاقي ذمه واري ده چې مونږ د مصيبت او ستونزو سره د مخ شوو خلقو حاجتونه ترسره كولو له يو شوو۔ د پاكستان حكومت لخوا په وزارتي كچه د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان په جنېوا كښې شوې دستوره كښې نېغ په نېغه او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير اياز صادق او خارجه وزيرې حنا رباني كھر اسلام آباد څخه ورچوئل ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو سره سره د ملګرو ملتونو د بېلو ايجنسو او د بشري تنظيمونو استازو هم ګدون كولو۔ دې نه وړاندې سېلاب ځپليو لپاره د پاكستان او ملګرو ملتونو د ګډې فلېش2022 اپیل په جنېوا كښې وشو۔ د موسمياتي بدلون د لاسه د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره دا كمپائن د پاكستان حكومت او ملګرو ملتونو كړے۔ خارجه وزيرې په خپل خطاب كښې ووئيل د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره په نړيوالو كچه به پرله پسې او اجتماعي هڅې كول وي۔ دې ووئيل د پاکستان خلقو د موسمي بدلون د لاسه راغلي قدرتي آفت سره مخ شوو او بې كوره شوو وګړو لپاره د خپلو كورونو دروازې پرانستې او د دوي يۍ هر ډول ممكنه مرسته كړې ۔ دې د بیارغونې او مرستې لپاره په نړیواله کچه د قوي هڅو کولو په حاجت زور راوړو۔ دې ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون د لاسه قدرتي آفتونو سره مخ دے او حال دا دے چې په دې بدلون كښې د پاكستان برخه د نشت برابر ده۔ دې ووئيل مونږ له به سېلاب ځپليو ته دا باور وركول وي چې د هغوي بحالۍ لپاره به هڅې كولې شي۔ د ملګرو ملتونو انډر سېكتر مارټن ګرفتھ دستورې ته خطاب كښې ووئيل پاكستان د سېلاب تباھۍ سره مخ دے ٬ نړيوالې ورورولۍ له به د سېلاب ځپليو بحالۍ هڅو كښې د پاكستان مرسته كول وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د بارانونو او سېلابونو د لاسه ولاړو فصلونو او څاروو ته سخت زيان رسېدلے۔ دې ووئيل پاكستان په موسمياتي بدلون كښې زياته برخه نه لري ولې بياهم د دې زيان پورته كوي۔ پاكستان كښې د ملګرو ملتونو استازي جولين هارنس په دې موقعه خپل خطاب كښې ووئيل د سېلاب ځپليو زر تر زره بحالۍ له به ګامونه پورته كول وي٬ د پاكستان حكومت او سول سوسائټي په هېواد كښې د سېلاب ځپليو هره ممكنه مرسته كوي٬ پاكستان د بې نظير انكم سپورټ پروګرام د لارې هم د سېلاب ځپليو مرسته كړې ۔ دستورې ته د ملګرو ملتونو د ذېلي ادارې يونيسف استازي هم خطاب وكړو۔ ده په خپل خطاب كښې ووئيل د سېلاب د لاسه پاكستان كښې د لكھونو په شمېر كوچنيان هم ځپلې شوي٬ د دوي تعليمي ادارې د سېلاب اوبو ويجاړې كړي۔ ده غوښتنه وكړه چې سېلاب ځپليو سيمو كښې د سكولونو بحالۍ كښې دې د پاكستان حكومت مرسته وكړې شي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې ډي جي ډاکټر ټیډوس ایډهینم فلېش اپيل غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د پاكستان حكومت د سېلاب ځپليو ريسكيو كولو او دوي ته ريليف وركولو له غوره كار كړے۔ د سېلاب په چېلنج قابو موندلو له به نړۍ له د پاكستان مرسته كول وي۔ ده ووئيل كه سېلاب ځپلي محفوظو ځايونو ته منتقل نه كړے شول نو د وبائي رنځونو د خپرېدو اندېښنه ده۔ د پاكستان لخوا په دې كمپائن كښې د ماحوليات بدلون وزيرې شيري رحمان ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احسن اقبال او د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كھر ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
KP govt initiates projects in health sector
-
Tri services contingent participates in Bright Star 2021 in Egypt
-
Pakistan reports less than 50 daily COVID deaths for the first time
-
Revocation of IIOJK’s special status coincides with steep rise in human rights violations
-
Pakistan reports less than 50 daily COVID deaths for the first time
-
Pakistan reports less than 50 daily COVID deaths for the first time
-
FM off to New York to attend 74th UNGA session
-
Pakistan reports less than 50 daily COVID deaths for the first time
-
Over 1,000 posts lying vacant in housing ministry
-
CEC, opp ‘speaking the same language’
-
Pakistan Navy sets up free medical camps at Sindh, Balochistan coastal areas
-
Mobile Services to remain suspended on the Chehlum processions: Rasheed