اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې دوه شناختي كارډ او پاسپورټ لرونكي دې د اكتوبر تر 31مه نېټه يو شناختي كارډ او پاسپورټ منسوخ كړي، قانون دې كمزورې ونه ګڼلې شي، د نيوزي لېنډ لوبډلې ته مو د پوځ امنيت وركړے، ناڅاپي د دوي په بېرته تللو افسوس كوو، يوه ورځ به راځي چې ټولې لوبډلې به دلته راځي، زمونږ اپوزيشن انډر-19 ډله ده. د ګل په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د افغانستان څخه د 16 زره كسانو انخلا شوې ده چې پكښې څلور زره د طورخم او چمن په پوله راتېر شوي دي. ده ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو. وزيراعظم عمران خان په تاجكستان كښې وئيلي وو چې په افغانستان كښې به د جامع حكومت جوړولو هڅه كولې شي. ده ووئيل چې د ابعين په اړه په غونډه كښې پرېكړه شوې ده چې د ټولو صوبو په اجازه به د اربعين په موقع موبائل فون سروس بند وي. ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د 50 په ځائ په 100 وراډونو كښې ټاكنې كېږي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د ټاكنو نه پس هر څوك د درغلې ژړا ګانې كوي، زمونږ اپوزيشن انډر-19 ډله ده، هغه به د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي. ده ووئيل چې حكومت اپوزيشن ته بلنه وركوي چې مونږ سره دې كېښني او ستونزې دې د خبرو د لارې حل كړي
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector
-
Another minor girl raped in Khairpur
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector
-
Aman-21: the message resonates
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case