اسلام آباد۔ 7مئي (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه پس خېبر پختونخوا كښې زيات كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 140 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 58 كسان په وېنټیلېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 4298 كسانو کووډ۔ 19 ټېسټونه مثبت راغلل۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال په مجموعي توګه د كورونا 44846 ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه دې وبا نه ګرد هېواد كښې 7 لکھ 47 زر 755 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د کووډ۔19 كوم رنځور دا مهال په وېنټیلېټرز نشته۔ ګرد هېواد كښې 653 رنځوران په وېنټيلېټرز دي۔ د كووډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 83699 او د ځپليو مجموعي شمېره 8 لکھ 50 زره 131 ته رسېدلې ده۔ د کووډ۔19 وبا د لاسه ګرد هېواد كښې تر دې دمه 18 زره 677 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښی د كووډ ۔19 يو كروړ 21 لكه 1 زر 832 ټېسټونه شوي دي۔ ګرد هېواد كښی د دې وبا درملنو له بېل كړې شويو 638 روغتونونو كښې 5 زره 678 كسان داخل دي
متعلقہ مضامین
-
Nawaz demands respect for constitution, law and vote
-
If North, South Korea can make progress towards peace, so can we: Indian High Commissioner
-
Pakistan’s effort recognised, but ‘definitive action’ sought against Haqqanis, Afghan Taliban
-
‘Ailing’ Dar seems in good health in London
-
لکی لیڈیز چارم
-
نقص رؤیہبرق: تأثیرات بر باطل مایاب در جامعه اور سیاست
-
Лакхи Лидес Чармz
-
آیسحاق بن موسی دریقن: زندگی و
-
آییشا ڈریگن: یہ کیسے ایک نویہ لیتورتی ہے
-
أیشیا ڈرگن: الحب والفن في الأدب العروبي
-
ایشیادریگان: میرا سهم الاهتمام
-
نۆقۇ نے گرم سے زیادہ گرم