اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت ديني مدرسې د ځان سره مخ په وړاندې د بوتللو پرېكړه كړې، زمونږ مشن تعليم ته وده وركول دي. د شورو په ورځ په وفاقي تعليمي بورډ كښې د مدرسو زده كوونكو ته د اسناد﴿مساوي﴾ وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ مقصد تعليم ته زياته وده وركول دي. ده ووئيل مدرسې ماشومانو ته د تعليم وركولو مهم خدمات ترسره كوي او دې مقصد لپاره د حكومت څخه يوه پېسه هم نه اخلي. رياست د دوي خدمات مني او دوي ځان سره مخ په وړاندې بوتلل غواړي. ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت د رياست او مدرسو ترمېنځه خليج ختم كړے. وفاقي وزير ووئيل زمونږ په ټوله كښې شدت خوښي د تعليمي نظام په وجه راغلې. ده ووئېل د وړومبي نه تر پنځم ټولګي يو نصاب جوړ شوے. د تعليم يو ډول نظام سره به په ټولنه كښې تقسيم ختم شي. د نورو تعليمي ادرو پشان د مدرسو زده كوونكي به هم د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د وړاندې تللو موقعې ولري. په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري هم وېنا وكړه. د دستورې په مهال د وفاقي تعليمي بورډ چيئرمېن قېصر عالم او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Shibli holds PML-N govt responsible for economic difficulties of people
-
What has Pakistan offered in new Afghan visa policy?
-
Those committing crimes against women, children don’t deserve any concession: IG
-
All villages across Punjab to get potable water: governor
-
Those committing crimes against women, children don’t deserve any concession: IG
-
India working to strengthen illegal occupation of IIOJK: Masood
-
Regular screenings a must to prevent breast cancer
-
Those committing crimes against women, children don’t deserve any concession: IG
-
PM to chair meeting of inter-ministerial nutrition council today
-
PM advises face mask use to avert 2nd coronavirus wave in winter
-
SNGPL BOD meeting held in Peshawar; gas related issues in the province discussed
-
Khawaja Jalaluddin Roomi stresses the need for imposing an Agricultural emergency in the country