اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي )د توان (پاور ډويژن) وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د پاور ډسټري بيوشن كمپنو كاركردګۍ په اړه غونډه وشوه چې پكښې د ډسكوز بورډز چيئرمېن او چيف ايګزېكټو افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په ورځ شوې غونډه كښې د جولائي او اګست مياشتو په مهال د لائن لاسز او بلونو وصولۍ كاركردګۍ جائزه واخستلے شو۔وفاقي وزير په ناوړه كاركردګۍ د كمپنو مینجمنټ څخه د خفګان څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل په خرابه كاركردګۍ د كمپنو افسرانو په ضد به سخت انتظامي كاروائي په عمل كښې راوستلې شي۔په غونډه كښې چيئرمېنز او سي اي اوز د خپلو خپلو كمپنو صورتحال٬اقدامات او مسئلو په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري ووئيل په لائن لاسز كښې كمے او ريكوريز كښې ښه والي لپاره هرې كمپنۍ ته لا فعاله حكمت عملۍ خپلولو ته ضرورت دے دغسې چې د كمپنو مالي حالات ښه شي۔د دې نه علاوه ده ټولو چارواكو ته هدايت وكړے شو چې هره مياشت دې په لسمه نېټه جائزه غونډه وكړې شي چې وفاقي وزير پخپله د ډسكوز مياشتنې كاركردګۍ جاج واخلي۔اويس لغاري د دې عزم پخلے وكړو چې د حكومتي هڅو په سبب به راتلونكو مياشتو كښې په ريكوريز كښې اضافه او په لائن لاسز كښې ښكاره كمے راشي۔
متعلقہ مضامین
-
PNC to shut down illegal nursing intuitions
-
Danish envoy visits water purification plant, distributes clean water among flood victims
-
Security at Torkham border to ensure entries, no humiliation to Afghans: Official
-
Haiku Poetry Art illustrations exhibition inaugurated at PNCA
-
Pak Army continues relief operation in Balochistan
-
Govt vehemently dismisses criticism on transgender bill
-
Faisal Javed agrees with SC advice
-
Everyone delivers speeches, but do nothing when in power: IHC CJ
-
Apology-accepted-deferred
-
Apology-accepted-deferred
-
Apology-accepted-deferred
-
Alvi trying to arrange govt-opp meeting