واشنګټن 24 جولائي(اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دې چې د وزیراعظم عمران خان د امريكې دوره د توقع څخه زياته كاميابه وه٬ په ټوله امريكا كښې د جشن ماحول ٶ٬ د پاكستان او هند د امن په لاره كښې د كشمير كشاله لوئ خنډ دے٬ په مقبوضه كشمير كښې حالات خرابېږي٬ د كشمير مسئلې په هواري كښې امريكا كردار ترسره كولې شي۔ دا خبرې خارجه وزير نجي ټي وي سره كړې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل وزیراعظم عمران خان سره د امريكائي اولس مشر ښه رويه په تاريخ كښې په وړومبي ځل ليدلې شوې٬ وزيراعظم د سپينې ماڼۍ ھغه برخې هم وليدلې كومې چې كله پرانستلې شوې نه وي۔ د وزیراعظم عمران خان د امريكې دوره د توقع څخه زياته كامياب وه٬ په ټوله امريكا كښې د جشن ماحول ٶ ٬ خلكو په سړكونو بېرغونه هسك كړې ؤ ٬ کېپټل هل ته د تللو په وخت خلكو په سړكونو د وزيراعظم هركلې كړې٬ کېپټل هل كښې د كانګرېس غړو پشمول نورو خلكو عكسونه جوړول۔ د پاك و هند د امن په لاره كښې د كشمير كشاله خنډ دے٬ په مقبوضه كشمير كښې حالات خرابېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل د هند او امريكې اړيكې د خپل نوعيت دي خو ٬ د كشمير مسئلې په هواري كښې امريكا كردار ترسره كولې شي په دې لړ كښې اولس مشر ټرمپ واضح بيان وركړې دې٬ دا د پاكستان لويه كاميابي ده
متعلقہ مضامین
-
LHC adjourns petitions against CM Hamza’s election till June 29
-
LHC adjourns petitions against CM Hamza’s election till June 29
-
Senate body directs NH&MP to table rules in next meeting
-
Senate body directs NH&MP to table rules in next meeting
-
Five-day rain spell likely to start from tomorrow
-
British Sikh soldiers’ delegation calls on COAS
-
Applications invited for support to orphans’ education
-
PML-N to win by-elections with public support: minister
-
Applications invited for support to orphans’ education
-
Two-day SIMEX drill kicks off at NDMA
-
Efforts for breast cancer awareness yielding results: Samina Alvi
-
Dar confirms planned return to Pakistan