اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان او بېلجيم ترمېنځه معاشي، تجارتي او د سېلګرۍ اړيكې مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده٬ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ غوره موقعو څخه ګټه پورته كول او شريكې مرستې ته لا وده وركړې كېدې شي۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د بېلجيم موده ترسره كوٶنكي سفير فريډرك ورهېډن سره كړې چا چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر د بېلجيم سفير د سفارتي خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل د اروپائي ائتلاف په تناظر او په دوه اړخيزه توګه پاكستان بېلجيم سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ د دوه اړخيزه اړيكو ستائنې كولو سره اولس مشر د معيشت٬ تجارت او سېلګرۍ غوندې څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته وده وركولو لپاره د نورو خبرو اترو پحقله د كمېسون د غونډې رابللو ضرورت هم رامخې ته كړو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه موجوده تجارتې حجم د حقيقي صلاحيت سره سمې نه لري ٬ د پاکستان او بېلجيم ترمېنځه معاشي، تجارتي او د سېلګرۍ اړيكې مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو پاكستان كښې د مثبتو موقعو څخه ګټه پورته كولو سره شريكې مرستې ته وده وركړې كېدې شي۔ اولس مشر موده ترسره كوٶنكي سفير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې د سفير د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ سفير په مېلمستياﺀ او پاكستان كښې د سفارتي مودې په مهال په مرسته كولو د پاكستان حكومت او اولس مننه وكړه۔ ده په دې موقع د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د قربانيو هم ستائنه وكړه۔)ګ ل/ض
متعلقہ مضامین
-
AIOU expands its educational network across the globe
-
Pak Army soldier embraces martyrdom amid fire exchange with terrorists in N Waziristan
-
Senior level tri-service military delegation visits China
-
PPP senator Dr Sikandar Mandhro passes away
-
Roots Future World College graduates gain global university acceptances
-
FIA decides to grill Moonis for ‘money laundering’
-
China to promote in-depth development of bilateral relations with Pakistan: Zhang YouxiaÂ
-
Pendency of cases declining as SC to function during summer break
-
PPP for implementation on forced child labour laws
-
Jawad urges unity among Muslim Ummah against hostile powers
-
‘Powerful quarters’ disturbed due to political, financial crises
-
Advans Pakistan Microfinance Bank opens new branch in Malir