اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي نالائق اعظم او پاكستان يو ځائ نه شي چلېدې ٬ ځكه يو په زندان كښې پروت دے او بل بهر تخښتېدلې او بل خيښ ئې د هېواد معيشت ته په زيان رسولو مخرور شوے٬ د عمران خان په مشرۍ كښې قام د كرپشن او معاشي بدحالۍ د كېنسر درملنې كولو له پرېكړه كړې ده٬ ھغه وخت لرې نه دے چې معيشت به قوي هم شي او اولس به هم څوكاله شي ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د زيارت په ورځ د مسلم ليګ (ن) د مشرانو په ميډيا بيانونو خپل غبرګون څرګندولو كښې ووئيل څوك چې كرپشن نه كوي او څوك چې د دوي څخه د كرپشن حساب غواړي ھغوي نالائقه او نااهله دي۔ دې ووئيل د دوي په نظر كښې لائق ھغه څوك دےچې دوي ته د مني لانډرنګ نوې طريقې ښائي او د دوي د ناجائزه دولت په بچ كولو او زياتولو كښې د دوي مرسته كوي۔ دې ووئيل څوك چې د قام پېسې خوري٬ عېش كوي او د قام د بچو د خلې نه نمړۍ اخلي او د خپلو ماشومانو خېټې پرې ډكوي په حقيقت كښې هغه لوي نالائقان دي۔ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل كبر دوي كولو چې ملاقات له ئې خپل ټاكلي نمائندګان ترسېدل۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د سټاك ماركيټ د يو زر پوائنټس نه زيات پورته تلل مثبت اشارې دي كومې چې مخالفې ډلې ته نه ښكاري
متعلقہ مضامین
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Man behind fake Twitter accounts of ex-Army officers detained
-
No monkeypox case detected in Pakistan yet, clarifies NIH
-
IHC dismisses plea against Senate chairman
-
PM lauds law enforcement agencies for rendering duties in Red Zone
-
EBM wins top awards at the 16th OSHW
-
Price of 20kg flour bag increases by Rs180
-
Jacinda Ardern pays glowing tribute to late Benazir
-
Motorcyclists to have petrol card: PPP leader
-
Blind murder case solved, brother arrested : DPO
-
34,528 bikers fined for not wearing helmets