اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د پولينډ د وسله والو ځواكونو مشر لېفټيننټ جنرل جارو سلاوف د ميكا د نهې پھ ورځ د اسلام آباد ايئر هېډكوارټرز دوره كړی۔ ايئر هېډكوارټرز ته په راتګ د پاك فضائيه يوې چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د پاك فضائيه وياند له مخې خاص مېلما د پاك فضائيه شهيدانو ته پیرزوينې وړاندې كولو لپاره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو دې څخه وروستو د پولينډ وسله والو ځواكونو مشر د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په سيمه ايز سلامتيا او د شريكې مرستې په اړه بېلو چارو بحث وشو۔د پولينډ وسله والو ځواكونو مشر د پاك فضائيه پېشه وره پوهه وستائله۔د پاك فضائيه مشر د دواړو هېوادونو فضائي ځواكونو ترمينځه د قوي اړيكو ستائنه وكړه او د پاك فضائيه ابتدائي دور كښې د تعمير او پرمختګ او جديديت كښې پولش افسرانو په وړه پورې كردار هم وستائېلو۔دووي د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې مرستې او دفاعي اړيكو لا قوي كولو په حاجت زور راوړو
متعلقہ مضامین
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
Recovery of arms from PTI leader’s house shows real intentions: CM
-
Health dept taking steps to control cholera, diarrhoea: Kh Salman
-
Quality control to accelerate Pakistan mangoes entering Chinese market: report
-
Three arrested for assaulting traffic warden
-
Pakistan participates 17th SCO Forum meeting
-
CM takes notice of clash between student organizations at PU
-
‘All possible support being provided to PC incident victims’
-
ANF seizes over 2,629kg drugs, 39 held
-
Govt extends deadline for depositing Hajj dues
-
28 oganizations win annual GDEIB awards
-
Never drew a single penny from national kitty, PM tells court