اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سي ډي اے ته سپارښتنه كړې چې په غير قانوني توګه قبضه شوې زمكه دې د فرق نه غير آزاده كړې شي ٬ د صفائۍ صورتحال دې لا ښه كړې شي٬ په وفاقي پايه تخت كښې موجود كچي آبادو كښې مېشته وګړو له د استوګنې او معياري اسانۍ وركول حكومت هاؤسنګ پروګرام مهمه برخه ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ د سي ډي اے چارو په اړه د غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان٬د وزيراعظم وياند نديم افضل چن٬خاص مرستيال يوسف بېګ مرزا٬د سي ډي اے چيئرمېن عامر احمد علي او نورو سينئر افسرانو ګډون كولو۔د سي ډي اے چيئرمېن وزيراعظم ته د سي ډي اے د اړخه د بېلو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي پايه تخت كښې پناه ګاه جوړولو په اړه وزيراعظم ته ووئيل شول چې ترلائي آئي اليون او جي نائن كښې د پناه ګاه جوړول بشپړ شوي او بې وسه كسانو له استوګنې او د خوراك څښاك آسانۍ وركړی كېږي۔د سهولت كارۍ مركزونو جوړولو په اړه ووئيل شو چې د اولس آسانيو لپاره ترلائي٬باره كهو او جي اليون كښې د سهولت كارۍ سنټرې جوړې كړې شوي دي۔د تجاوزاتو په ضد د كمپائن په لړ كښې د بريفنګ په مهال د سي ډي اے چيئرمېن ووئيل چې په ملپور او كورنګ ايريا كښې په غېر قانوني توګه د قبضو ختمولو كار روان دې٬په اي 12 سېكټر كښې دوه زره كناله زمكه آزاده كړې شوې دغسې په جي ټي روډ 300 كناله زمكه آزاده كړی شوې۔د قائداعظم پوهنتون زمكه په غېر قانوني توګه د قبضه كونكو څخه آزادولو په اړه هم بريفنګ وركړی شو۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې تراوسه آزاده كړی شوې زمكې قيمت د اربونو روپو دې۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې آئي 10 فور او آئي 16 سېكټرو لنك سړكونو جوړول پېل شوي۔آئي 15 او په پارك انكليو كار روان دې۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې تراوسه وفاقي پايه تخت كښې 60 پاركس بحال شوي٬د كلين اينډ ګرين كمپائن كښې تراوسه 5 لكه بوټي لګول شوي۔د سي ډي اے چيئرمېن د اړخه د ادارې بېلو چارو او د پايه تخت وګړو له د اوبو وركولو په اړه په اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔د وفاقي پايه تخت د سباؤن په پرمختيائي پروژو هم بريفنګ وركړی شو۔د سي ډي اے چيئرمېن د اړخه ووئيل شو چې د كنونشن سنټر پرائيوېټائزېشن څخه سي ډي اے ته ترلاسه شوې روپۍ په ښارونو او كليو والو سيمو خرڅ كولو لپاره هم يو تفصيلي پلان جوړ شوې۔په دې موقع وزيراعظم د سي ډي اے چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې په غير قانوني توګه قبضه شوې زمكه دې د فرق نه غير آزاده كړې شي ٬ د صفائۍ صورتحال دې لا ښه كړې شي٬ په وفاقي پايه تخت كښې موجود كچي آبادو كښې مېشته وګړو له د استوګنې او معياري اسانۍ وركول حكومت هاؤسنګ پروګرام مهمه برخه ده
متعلقہ مضامین
-
Indictment of Shehbaz, Hamza delayed again
-
Mastermind of Peshawar imambargah attack killed in IBO
-
11 dead, 1,161 injured in road accidents across Punjab
-
Indictment of Shehbaz, Hamza delayed again
-
Saudi Arabia, US refused to support PML-N govt
-
Saudi Arabia, US refused to support PML-N govt
-
Indictment of Shehbaz, Hamza delayed again
-
US senator stresses rebuilding bilateral ties with Pakistan
-
PM directs interior minister to provide foolproof security to Imran Khan
-
Colours of state media’s electronic banners, websites’ logos changed to mourn UAE President’s demise: Marriyum
-
SCA demands declaration of Sindh as drought hit in view of water scarcity, loans of farmers
-
BJP using NIA as a weapon to silence democratic dissent in Kashmir: Wani