اسلام آباد ۔ 25 مارچ (اے پی پی)آسټرېلوی هائی کمشنر مارګرېټ اېډمسن وئيلي دي د پاكستان موجوده حكومت كاروبار كښې آسانيو پېدا كولو له ګامونه پورته كوي او دا ډول ګامونه نړيواله سرمايه كارو له هم يو پېغام دې چې د موجوده حكومت د كاروبار په ګټه ګامونو لامله دلته د سرمايه كارۍ زړه راكښونكې موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ”اے پی پی” سره خاص خبرو كښې وكړه۔ آسټرېلوی هائی کمشنر ووئيل موجودہ حالاتو كښې حكومت د هېواد د كاروباري ورورولۍ سره سره نړيوالې بزنس كميونټۍ له هم داسې ګامونه پورته كړې دي چې ورسره دا پېغام وړاندې ځي چې پاكستان د منطقې د يو مهم هېواد په حېث مخ په وړاندې روان دې۔ پاكستان په ورلډ اكانومي كښې اهميت لري۔ د موجوده حكومت جوړېدو څخه وروستو نړيوال بزنس كميونټي دا ګڼي چې موجوده حكومت د سرمايه كارۍ په لړ كښې پورته كړې ګامونو دا هېواد كاروبار دوست هېواد جوړ كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان كښې ځوانان لوئې شمېر كښې موجود دي او دوئي لپاره د ملازمتونو موقعې پېدا كول حكومت ته مهم چېلنج دې۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې كاركوؤنكې كمېونټۍ څخه پاكستان ته د زرمبادلې لويه برخه ترلاسه كېږي۔ ولې پاكستان له به غوره اكانومي له لا فعاله ګامونو پورته كول وي۔ پاكستان له به نړيوال بزنس ماركيټ كښې د لا ځائې جوړولو له فعاله ګامونه پورته كول وي۔ ولې چې كله د هېواد معيشت مضبوط وي نو هېواد كښې د ملازمتونو موقعې پېدا كېدلي۔ ده ووئيل مونږ پاكستانې معيشت په هغه كچه ليدل غواړو چرته چې بې روزګاره ځوانانو له د روزګار موقعې وي۔ يوازې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو زر مبادلې سره ملكي معيشت تر زيات وخت سنبالېدې نه شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan reaffirms complete security to Chinese nationals
-
Pakistan reaffirms complete security to Chinese nationals
-
FM Bilawal to embark on maiden visit to US on 18th
-
President summons Senate session on May 23
-
District admin committed to eradicate child labour, professional bagging: DC
-
President summons Senate session on May 23
-
Fire destroys 70 percent of Azad Kashmir’s Kotli forest
-
WHO donates ambulances to strengthen referral system
-
BJP using diversionary tactics to hide failure in IIOJK: Omar
-
Efforts underway to release Pakistanis imprisoned in Middle East: minister
-
IHC seeks comments from ECP, political parties on PTI’s appeal
-
Sherpao condoles with families of slain Sikh shopkeepers