کراچی ۔ 23 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان نړۍ څخه مرسته نه بلكې سرمايه كاري غواړي۔ سعودي ولي عهد هم د پاكستان د ښه او روښانه سباؤن پېشګوئي كړې ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د سېلاني وېلفېئر ټرسټ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د مشرتابه تر ټولو اولنۍ خوبي ايمانداري وي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان هېواد كښې د بدلون راوستلو عزم لري كوم به چې د ښه معاشي حالاتو او وسائلو په بنياد وي۔ ده ووئيل ټولنه كښې د خېر ښېګرې كارونه كوؤنكي تل زما اتلان پاتې شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې شتمند وګړي ښه ډېر دي۔ د اسلام بنياد د خېر كار دے كوم چې ډېر لوئې اجر لري۔ اولس مشر دسېلاني ټرسټ خېر كارونو له هڅې ستائلو سره ووئيل سېلاني ټرسټ په زړه پورې كار كوي۔ ده ووئيل قرآن كريم كښې د صدقه او خېرات په اړه ښكاره تلقين شوې۔ ده ووئيل صدقه او خېرات كوؤنكي د انسانيت تكليف كموي۔ په هندي مقبوضه كشمير او فلسطين كښې د روانو ظلمونو غندنه كولو سره اولس مشر ووئيل مقبوضه كشمير او فلسطين كښې د ظلم او زياتي لړۍ روانه ده۔ ده ووئيل بدلون به ښه معاشي حالات او وسائلو سره راځي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان نړۍ څخه مرسته نه٬ سرمايه كاري غواړي۔ سعودي ولي عهد هم د پاكستان د ښه او روښانه سباؤن پېشګوئي كړې
متعلقہ مضامین
-
Pakistan earns $1688 million from IT services’ export in 8 months
-
‘The New PM’ of Pakistan Shehbaz Sharif to Meet President Arif Alvi today: sources
-
Waqar Younis performs Umrah with family
-
Waqar Younis performs Umrah with family
-
LHC CJ to hear plea for Hamza Shehbaz oath taking on 21st
-
PM tell cabinet to roll up sleeves to overcome array of challenges
-
ANF recovers Hashish; arrests two accused
-
Climate Change Council should be assembled within 100 days: Senator Sherry
-
AJK PM calls on IK at Banigala
-
Ibrahim Murad stresses on creativity for national development
-
Fatemi made SAPM on foreign affairs
-
PTI put country on verge of disaster: PPP