اسلام آباد 25 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سناتور صادق سنجرانی د قائداعظم پوهنتون د استوګنو معامله د سېنېټ اړوندې كمېټۍ ته لېږلې ده ۔ د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي وزيراعظم د دې معاملې حل له د لوړې كچې يوه كمېټي جوړه كړې ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال په دې اړه د سناتور جاوېد عباسي د پام ګرځونې نوتس په ايجنډا ؤ ۔ ده ووئيل سي ډي اے د قائد اعظم پوهنتون زمكې ځپليو شوو وګړو سره وعده كړې وه چې دوئي ته به متبادل ځائې وركولې شي۔ده ووئېل دوئي ته به مثالي كلې (ماډل وېلج) يا معاوضه وركولې شي ولې كلونه تېر شول دا لوظ ترسره نه كړې شو۔ دا معامله دې كمېټۍ ته ولېږلې شي دغسې چې دغلته د ځپليو او سي ډي اے دريځ رامخې ته شي۔ ده ووئيل سي ډي اے د اسلام آباد جوړولو په ځائې دا تباه كړې ۔ سي ډي اے تر ټولو زياته كرپټ اداره ده۔ د پام ګرځونې نوټس ځواب وركولو سره دوهم د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر ووئيل وزیراعظم د قائد اعظم پوهنتون زمكې ځپليو معاملې جاج اخستو له د لوړې كچې يوه كمېټي جوړه كړ د كومې غونډه به چې نن هم كېږي۔ ده ووئيل دا يوه پخوانۍ ستونزه ده او دا د سي ډي اے نااهلي ده چې د دې په زمكه قبضې روانې دي او عدالتونو له په دې معامله كښې بيا لاس وهنه كول وي
متعلقہ مضامین
-
More than Rs 40b disbursed under Kamyab Jawan Programme: Dar
-
Usman Mirza accuses a debtor of implicating him in couple harassment case
-
Top seed Noor Zaman to face Waqas in Combaxx Sports Int’l Satellite Squash final
-
JUI-F chief for no more blockade of roads
-
JUI-F chief for no more blockade of roads
-
CSs, IGPs directed to eradicate menace of terrorism, terrorists: Rasheed
-
CSs, IGPs directed to eradicate menace of terrorism, terrorists: Rasheed
-
Punjab police arrest father who shot newborn daughter 5 times
-
PCRWR signs agreement to transform water sector
-
Da’ish suicide bomber of Peshawar imambargah was Afghan exile: police
-
Five held for possessing illegal weapons
-
China’s model of governance is people-centric: Pakistani envoy