اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د هوابازۍ ډويژن وفاقي وزير محمد میاں سومرو به د اړوندو ادارو مشاورت نه پس سوات لپاره د پروازونو بحالۍ په اړه اسمبلي خبروي٬ د ترهګرۍ له امله د كال 2005 نه تر كال 2007 دا هوائي مېدان بند ٶ او وروستو د مسافرو د كمۍ له امله پروازونه هم بند كړې شوې وو۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ډاكټر حېدر علي د سوات ايئر پورټ بندېدو په اړه د پام راګرځونې د نوټس ځواب كښې وفاقي وزير محمد میاں سومرو ووئيل د ترهګرۍ له امله د كال 2005 نه تر كال 2007 دا هوائي مېدان بند پروت ٶ او وروستو د مسافرو د كمۍ له امله پروازونه هم بند كړې شول ٬تر څو چې الوتكې ترلاسه نه وي نو پروازونه نشي پېل كېدې۔ د پام راګرځونې په نوټس كښې ډاكټر حېدرعلي ووئيل په كال 2008 كښې د سېدو شريف هوائي مېدان پوځ ته سپارلې شوې ٶ٬ وداني سمه وه او په كال 2016 كښې نواز شريف د هوائي مېدان پرانستلو او د نړيوالو پراوزونو چلولو باور راكړې ٶ۔ ده ووئېل په نوي پاكستان كښې مونږ د عملي اقداماتو توقع لرو٬ د سوات اولس او سېلګرۍ لپاره دا هوائي مېدان ډېر اهميت لري۔ وفاقي وزير محمد ميا سومرو ووئيل اړوندو ادارو سره د مشاورت نه پس د سوات لپاره د پروازونو بحالۍ په اړه به ايوان خبروم
متعلقہ مضامین
-
Income Tax Amend Ordinance 2022 promulgated
-
Senate body passes SBP (Amendment) Bill, 2021
-
Pakistan again stresses talks to resolve Ukraine conflict
-
7,500 repeat criminals in Sindh to be e-tagged
-
SAPM Yar Muhammad Rind steps down over ‘ignorance’
-
DSP among three killed in Quetta blast
-
Rain to give positive impact on agricultural sector: official
-
Gill terms money launderers as real impersonators
-
City receives rain
-
Gill terms money launderers as real impersonators
-
Pakistan needs large number of doctors in future: Health Minister
-
Last warning for India as Pakistan Navy intercepts submarine: Sheikh Rashid