اسلام آباد 30دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان په بلنه په 3 او 4 جنورۍ د ترکیې دوره كوي۔ د خارجه دفتر د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوې بيان له مخې دا د وزیراعظم عمران خان د ترکیې وړومبۍ دوره ده۔ خارجه وزیر شاہ محمود قریشی، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزیر مخدوم خسرو بختیار، د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد به هم د وزيراعظم سره ملګرې وي۔د دورې په مهال به وزیراعظم د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان سره ملاقات کوي۔ د ملاقات په مهال به د دواړه هېوادونو ترمينځه د مجموعی اړيكو جاج اخستلې شي۔ دې نه ځانله د سيمه ايز او نړيوال صورتحال په اړه په چارو به هم غور كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان به ترکیه كښې بزنس فورم ته د خطاب نه علاوہ د ترکيې سوداګرو او سرمایه کارو سره په انقرہ كښې ملاقات کوي۔ بیان له مخې پاکستان او ترکیه خپلو كښې تاریخی اړيكې لري۔ پاکستان او ترکیه خپلو كښې سیاسی، اقتصادی، دفاعی، كلتوري او د اولسي رابطو د لارې قوي اړيكې لري او وخت سره سره دا اړيكې لا قوي كېږي۔ د وزیراعظم د ترکیې دورې سره به د دواړه هېوادونو د حکومتونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ دې نه ځانله د دې دورې په نتيجه كښې به په خاص توګه اقتصادی، تجارتی او سرمایه کارۍ په څانګو كښې نوې لارې پرانستلې شي او مرسته به هم زياته شي۔
متعلقہ مضامین
-
New spell of rains, snowfall in KP from Feb 21 to 25
-
Polio campaign starts in six southern districts of KP
-
Balochistan govt to issue Kissan Cards by March
-
Man held over charge of killing his wife
-
Balochistan govt to issue Kissan Cards by March
-
Pandemic claims 11 more lives
-
Mother Language Day function held in Shaheed Benazirabad
-
Sindh govt includes alleged harasser in SMBBMU probe committee
-
Begum Alvi for concerted efforts to empower persons with disabilities
-
Murad orders e-tagging of criminals, targeted operations in Karachi
-
Corruption, money laundering ‘most important’ issues of Pakistan: Fawad
-
IHC issues notice to FIA over misuse of power in Baig case