اسلام آباد ۔ 10 دسمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پاكستان او هند ترمينځه د خبرو اترو نه غېر د امن كومه بله لار نشته٬هند كښې د ټول ټاكنو نه پس چې كوم هم حكومت په اقتدار كښې راغلو مونږ هيله لرو چې هغه به د هند په طرز عمل نظرثاني وكړي٬پاكستان په افغانستان كښې د پائيداره امن خوښي لري٬مونږ له د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه په افغانستان كښې د امن راوستلو لپاره سياسي حل لټول وي۔د كل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جمعت علماﺀ اسلام(ف)غړي مولانا واسع لخوا پورته كړې نكاتو په ځواب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په خارجه پالېسۍ په د تفصيلي بحث هركلے كوو٬دا به حكومت ته لارښوونه وي۔ده ووئيل كه په افغانستان كښې مونږ امن او استحكام غواړو نو د دې به سياسي حل لټول وي۔ ده ووئېل په افغانستان كښې امن راوستل زمونږ ضرورت دے٬ده ووئېل پاكستان د روغې جوړې هر عمل مخ په وړاندې بوتلل غواړي۔مونږ په افغانستان كښې د امن او استحكام خوښي لرو۔ ده ووئېل په دې اړه په دوحه او يو اے اي كښې ملاقاتونه شوي دي۔تاجكستان٬ايران او چين پشمول ګاونډي هېوادونه به مرسته كونكې وي٬د دې ټولو هېوادونو په مرسته به وړاندې ځوو۔ خارجه وزير ووئېل په دې معامله د خوش قسمتۍ له امله كوم هم ګوند د رائے اختلاف نه لري ۔د كرتار پور كورېډور په اړه د نكتې په ځواب شاه محمود قرېشي ووئيل دا مسئله د كال 1988 نه تر 2018 اوږدې مودې څخه راروانه وه خو پیشرفت نه كېدل و٬اوس په دې مسئله پېشرفت شوې د كوم چې په ګرده نړۍ كښې موجود سكه كميونټي هركلے كړی۔د دې څخه وړاندې مولانا عبدالواسع ووئيل په هېواد كښې ترهه ګري زياتېږي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ يو لك نزدې پوځي او سول كسانو د ځوانانو قرباني وركړی او د اربونو ډالرو زيان شوې ٬ ده ووئېل د ټرمپ په بيان د حكومت لخوا دا بيان چې مونږ په پردي جنګ كښې برخه نه اخلو٬لويه خوشبين او د اولس د توقعات له مخې دے ۔ ده غوښتنه وكړه د پاكستان د دومره لويې ځاني او مالي زيان پشمول د كرتار پور كورېډور پرانستلو په حقله او په خارجه پالېسۍ تفصيلي بحث دې وكړی شي
متعلقہ مضامین
-
Governor Punjab for fostering trade ties with Tashkent
-
PHC declare termination of Assistant Registrar, Women University, Swabi as illegal
-
Govt not scared of opposition’s tactics: Shibli
-
Excise dept checks 9,000 vehicles: Chawla
-
ECC approves textile policy with certain amendments
-
ECC approves textile policy with certain amendments
-
Bulgarian envoy visits Peshawar Museum
-
Timely completion of projects stressed
-
Imran Niazi starts farewell tours: Marri
-
Sehat card to introduce new culture of free, equal treatment to public: Farrukh
-
Judicial murder of Guru, a question mark on so-called ‘secular India’: Afridi
-
IIOJK shuts down on Guru’s martyrdom anniversary