اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي هېواد كښې هېڅ معاشي ستونزه نشته۔ په دې اړه هېجاني كېفيت پېدا كول سم نه دي۔ هېواد ته لويه سرمايه كاري راروانه ده۔ برآمدات مخ په زياتېدو دي۔ خساره كښې كمې رامخې ته كېږي۔ د بنيادي مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده د نهې په ورځ د 11م سوئيلي آسيائي اقتصادي سمټ پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ د څلور ورځني كنفرنس اهتمام پائيدار پرمختګ لپاره پالېسي ادارې (اېس ډی پی آئی) كړې۔ په دې مهال د خزانې پخوانۍ لنډ مهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير د هېواد معاشي صورتحال او دې كښې ښه والي له د حكومت لخوا پورته كړې ګامونه په ډاګه كولو سره ووئيل د هېواد اقتصادي اشاريې پياوړتيا پلو روانې دي۔ ده ووئيل د اېكسچېنج رېټ پرېكړه د سټېټ بېنك اختيار دے او بېنك به په دې اړه د پرېكړې كولو اختيار په ځائې ساتي۔ بياهم كه حاجت شو نو د اسټېټ بېنك تګلاره به مضبوطولې شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په پالېسۍ كښې هېڅ بدلون راغلې نه دې۔ د اسټېټ بېنك د بې پرې او خپلواكې ادارې حېثيت به په ځائې ساتلې شي۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك او د خزانې وزارت ترمخه د رابطې مېكنزم جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل كرتار پور پوله پرانستل يو ښه ګام وو۔ په دې پاكستان هند څخه د مثبت ځواب هيله لري۔ اسد عمر ووئيل هيله ده چې د سارك په كچه مرسته به سباؤن كښې د سوئيلي آسيا منطقه مستحكم كړي۔ ده ووئيل کانفرنس كښې د هند ګډون نه كولو د افسوس وړ دي۔ دواړو هېوادونو له به د مسئلو آؤټ آف باكس حل سوچ كول وي۔ د خزانې وزير ووئيل په سوئيلي آسيا كښې په انرجي لنك بايد كار وكړې شي۔ دې مقصد لپاره د پالېسي پوهانو وړاندېزونه بايد راشي او دا ډول كنفرنسونه په دې لړ كښې ګټه ور ثابتېدې شي۔ دستورې ته پخوانۍ لنډ مهالې وزير ډاكټر شمشاد اختر سره سره اېمبېسېډر شفقت کاکاخیل، اي ډي اېس ډی پی آئی عابد سلهری، یو اېن ای اېس سی اے پی، هند څخه ډاكټر نګيش كمال او د ډبليو ټي او استازي رتناكر ادهيكري هم خطاب وكړو
متعلقہ مضامین
-
Health card scheme a revolutionary step: Khawar
-
Bulgarian envoy visits Peshawar Museum
-
Health card scheme a revolutionary step: Khawar
-
Imran Niazi starts farewell tours: Marri
-
Italy resonates with Kashmiris’ battle for freedom
-
Govt not scared of opposition’s tactics: Shibli
-
Kang visiting Pakistan today to garner support
-
Kang visiting Pakistan today to garner support
-
FO rubbishes Indian MEA’s claim of Kashmir as ‘integral part’
-
Is TTP holding out an olive branch?
-
Abbasi pays tribute to martyrs of Pak Army
-
Pakistan sends over 3000 medical staff to Kuwait soon