اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د جمعې پھ ورځ په خارجه دفتر كښې د 2018 ټول ټاكنو لپاره د اروپائي ائتلاف الېكشن مبصر مشن مشر مائكل ګهلر ملاقات وكړو او د 2018 ټولټاكنو په اړه د اروپائي ائتلاف مبصر مشن د حتمي راپور كاپي خارجه وزير ته حواله كړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو پھ مهال د ټولټاكنو په كامياب كولو او پرله پسې درېمې مودې لپاره د جمهوري حكومت ټاكنه او د پرامن اقتدار منتقل كولو چارو خبرې وشوې۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د كال 2002م نه د نړيوال الېكشن مبصرين هركلې كوي او 2002 ٬ 2008 ﺀ او 2018 ټولټاكنو كښې په ګرد هېواد كښې د اروپائي ائتلاف مبصرين تعينات كړې شوي وو۔ خارجه وزير د مائيكل ګهلر په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف د ټاكنو آبزروېشن سره اوږده ملګرتيا وستائېله۔ مائيكل ګهلر پاكستان كښې د جمهوري عمل تسلسل تسليم كړو كوم چې په هېواد كښې د امن٬استحكام او پرمختګ لپاره چاپیرچل پېدا كولو لپاره ضروري دے۔ ده ټول ټاكنو 2018 په اړه د اروپائي ائتلاف مبصر مشن حتمي راپور كاپي هم خارجه وزير ته حواله كړه۔مائيكل ګهلر
متعلقہ مضامین
-
Shanghai Electric unearths first seam in Thar Block-I
-
Fungal conversion of chicken-feather waste into useful products
-
Fungal conversion of chicken-feather waste into useful products
-
Fungal conversion of chicken-feather waste into useful products
-
Medical report: Shehbaz jumps in to defend Nawaz
-
PM visit to China will further strengthen bilateral relations: Naghmana Hashmi
-
PM Imran Khan says nation stands united behind security forces
-
India implementing evil plan of ‘slow genocide’ in IIOJK: Afridi
-
304 people die in road accidents in Jan: Dr Rizwan
-
CM has directed speedy completion of projects in South Punjab: Khawar
-
CM has directed speedy completion of projects in South Punjab: Khawar
-
AJK govt to support UN to secure SDGs: Niazi