اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د آذربائيجان سفير د جمعې په ورځ ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال سركاري ټي وي چېنلو ترمينځه د باقاعده مرستې٬پاكستان له د توان په اړه د لس ملينه ډالرو وركولو٬د دواړو هېوادونو ترمينځه نيغ په نيغه د پروازونو پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل پاكستان آذربائيجان سره د مېډيا٬انفارمېشن او سېلګرۍ په څانګو كښې په ګډه كار كولو له خوښي لري٬پاكستان د سېلګرۍ ځايونو په وجه ټوله نړۍ كښې خاص مقام لري٬د آذربائيجان سېلګرو له د دنګو غرونو او ښائسته منظرونو كتلو بلنه وركوو۔ده ووئيل پاكستان په هغه دريو هېوادونو كښې شامل دے چا چې د آذربائيجان آزادي منلې٬د اطلاعات وزير ووئيل د دواړو هېوادونو د مېډيا پلايو تګ راتګ سره به اړيكې لا قوي كولو له مرسته تر لاسه شي۔په دې موقع د آذربائيجان سفير ووئيل آذربائيجان پاكستان له د توان په څانګه كښې د سل ملينه ډالره كرېډېټ وركولو لپاره چمتو دے۔ده پاكستان سره د مېډيا او انفارمېشن په څانګو كښې په مرسته زور راوړو۔هغه ووئيل آذربائيجان د كشمير په اړه د پاكستان د موقف مرسته كوي۔د آذربائيجان سفير د اطلاعات وزير له باكو كښې نړيوال بشري فورم كنفرنس كښې د ګډون بلنه كولو بلنه هم وركړه
متعلقہ مضامین
-
Kartarpur Corridor symbol of love, devotion: Fawad
-
PM to launch Pakistan’s first national security policy today
-
Kartarpur Corridor symbol of love, devotion: Fawad
-
PM chairs CCI meeting; conduct of 7th Population & Housing Census approved
-
PTI govt focused on self-reliance, says Khawar
-
Kartarpur Corridor symbol of love, devotion: Fawad
-
SHC orders demolition of three structures
-
Prisoner in Karachi jail wins Rs1m scholarship
-
LHC dismisses Shehbaz’s plea against FIA investigation
-
SHC orders demolition of three structures
-
PTI to participate in Muttahida Opposition’s protest against new LG system: Zaidi
-
Murad urges DUHS to establish Central Simulation Centre