کراچۍ 04 جولائي (اے پي پي)د تحریك انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي د پي ټي آئي هاٶسنګ پاليسۍ له مخې به بلډرز اېسوسي اېشن سره په ګډه په كلنه توګه لس لكه حساب او ټول 50 لكه ارزانه كورونه جوړولې شي٬ كه مونږ دې هدف ته نزدې هم ورسېدو نو د پاكستان معاشي بحران به ختم شي۔ عمران خان دا خبرې د شورو په ورخ اېسوسي اېشن آف بلډرز اېنډ ډيولپرز (آباد) تر سېوري لاندې د پي ټي آئي هاٶسنګ پاليسي اعلانولو په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د بزنس كميونټي مشران عقیل کریم ډېډي،عارف حبیب، زیغم محمود رضوی، د آباد چیئرمېن عارف یوسف جیوا، وائس چیئرمېن سهېل ورند، سدرن ریجن چیئرمين فیکھا الطاف تائی، د کے سی سی آئی صدر مفسرالحق ملك، د آباد نور مشران فردوس شمیم نقوی،حنیف ګوهر،عبدالرشید ګوډیل او نور غړي موجود وو۔ عمران خان ووئيل د هاٶسنګ څانګه د معاشي انقلاب ضامن ده او د پاكستان لويه مسئله بې روزګاري ده٬ ده ووئېل كه مونږ د لكهونو په شمېر ځوانانو ته روزګار ورنه كړو نو تباهي به راشي ٬ د لكهونو په شمېر دا ځوانان به پرمختګ پلو بوځو۔ ده ووئيل درې څلور لكه پلاټونه به بې وسه خلقو ته وركوٶ او د زكواة فنډز به په سوشل هاٶسنګ لګوٶ۔ عمران خان ووئيل 50 لكه ارزانه كورونه جوړول مونږ لپاره يو چېلنج دے كومو لپاره چې به مونږ وړومبې د اوبو٬ برېښنا او د ګاز پشمول انفرسټركچر جوړو۔ ده ووئيل پخوانو حكومتونو قرض 27 اربه روپو ته رسولې٬ اسحق ډار د پاكستان معيشت رنځور كړې۔ ده ووئيل د دې مسئلو هواري له به حكومت له پخپله بدلېدل وي۔ عمران ووئيل بلډرز اېسوسي اېشن سره په ګډه په كلنه توګه لس لكه حساب 50 لكه ارزان كورونه جوړولې شي
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Economic growth through infrastructure development
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued