اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په موجوده دور كښې كوم هم سياسي لارښودو د نواز شريف څخه زيات هېواد سره مينه لرونكې او مخلص نشته۔ نواز شريف پاكستان او اولس سره مينه او خلوص عملي كردار سره ثابت كړې۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي خپل بيان كښې ده ووئيل دفاع ، قومی سلامتيا ،معیشت او د قامي يو والي په شمول په ټولو څانګو كښې د نواز شريف هېواد لپاره خذمات ښكاره په نظر راځي۔ د 1990 په لسيزه كښې نواز شريف هېواد په معاشي توګه په خپلو پښو ودرولو له پاكستان د منځنۍ آسيا رياستونو سره تړلو له د موټروېز يوه ستره منصوبه پېل كړه۔ د هېواد دفاع مضبوطولو له ئې اتومي چاؤدنې وكړې۔ قامي يو والي له هم د نواز شريف خذمات د هېرولو نه دي۔ د صوبو ترمينځه ارسا لوظنامې ته وجود هم نواز شريف وركړې۔ سي پېك منصوبې سره پاكستان په معاشي توګه يو مضبوط هېواد جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د هند په شمول نور مخالفين دې څخه وېرېږي چې دا منصوبه څومره د پاكستان په معاشي او يو والي په ګټه كښې ده نو ځكه ددې د ناكامه كولو سازشونه كوي۔ ده ووئيل سره د ټولو سازشونو په تېرو 5 كلونو كښې د لس زره مېګاواټ څخه د زياتې برېښنا منصوبې او د زرګونو كلوميټر اوږد موټروېز نېټ ورك د نواز شريف هېواد سره د مينې ښكاره ثبوت دے۔ د پاکستان 20 کروړه اولس نواز شريف او مسلم ليګ سره دي او هم دوئي به د نواز شريف او مسلم ليګ (ن) هېواد سره د مينې ثبوت راروانو ټول ټاكنو كښې د ووټ په شكل كښې وركړي
متعلقہ مضامین
-
Vehicle used in Gojra gang-rape case seized: police
-
Flights operation resumed at Lahore Airport
-
Flights operation resumed at Lahore Airport
-
Afghan government urges PIA to resume flight operation
-
Pakistan introduces new social media rules to remove unlawful content
-
Marking ‘black day’, Kashmiri body urges world powers to end India’s occupation of Kashmir
-
Over 9m TikTok videos removed in Pakistan in last quarter
-
Over 9m TikTok videos removed in Pakistan in last quarter
-
Pakistan for holding India accountable over human rights abuses in Kashmir
-
Rs539bn recovered from corrupt elements: NAB
-
Pak-China strategic partnership a ‘factor of stability’ in region: COAS
-
Rs539bn recovered from corrupt elements: NAB