اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د وزیراعظم د قانوني چارو سصلاحكار بېرسټر ظفر اﷲ خان وئيلي دي اسلام كښې د ټولو اقلیتونو حقونه معلوم دي ، په ميثاق مدينه كښې اقليتونو ته يو برابر حقونه وركړې شوي٬ اسلامي رياستونو كښې د اقليتونو د ځان او مال حفاظت په مسلمانانو فرض دے٬ د ټولنې هر كس دې غېر مسلمو سره ښه سلوك وساتي۔ د شورو په ورځ په اسلامي نظرياتي كونسل كښې د “پېغام پاكستان٬ د علماﺀ كرامو متفقه اعلاميه/فتوېٰ سوله ايز پاكستان لپاره د دې اهميت” او مجله ٬ اجتهاد شمېره 11٬ سېمپوزيم په مهال د مخ كتنې دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د محمدۖ سيرت طيبه زمونږ لپاره نمونه حيات دے۔ بېرسټر ظفر اﷲ خان ووئيل اسلام كښې اقليتونو سره د ظلم روايات نه شته۔ ده ووئيل محمدۖ اقليتونو سره د ښه سلوك امر كړې او وئيلي ئې دي كه د يو مسلمان نه غېر مسلم ته زيان رسي نو د جنت خوشبو هم نه شي بويولې۔ ده ووئيل د اجتهاد شماره بحالۍ د اسلامي نظرياتي كونسل يو ښه اقدام دے۔ ده ووئيل په دې كښې د پوهنتونونو٬ سكالران٬ پروفېسران او د علماﺀ كرامو هڅې د ستائنې جوګه دي۔ په دې موقع د اسلامی نظریاتی کونسل چیئرمېن هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې د اسلامي پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاکټر معصوم یٰسین زئۍ، د قائداعظم پوهنتون وائس چانسلر جاوېد اشرف، علماء کرامو او نورو شخصياتو هم ګډون وكړو
متعلقہ مضامین
-
Marking ‘black day’, Kashmiri body urges world powers to end India’s occupation of Kashmir
-
Marking ‘black day’, Kashmiri body urges world powers to end India’s occupation of Kashmir
-
Pakistan slams India’s threat of ‘surgical strikes’
-
‘Pakistan remained least affected during Covid crisis’
-
Over three quarters of Ehsaas benefits go to rural women: SAPM
-
Hungary assures Sarwar of full support in GSP+ extension
-
Inflation, ailing economy gifts of Sharif family to nation: Gill
-
Govt taking measures to control dengue: Dr Faisal
-
Disgruntled MPAs confident they can oust Balochistan CM
-
People raise hue and cry over price hike in petroleum products
-
Alarming rise of dengue cases in Punjab
-
Punjab relaxes lockdown restrictions in 36 districts