اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او اقتصادي چارو ډويژن سلاكار ډاكټر مفتاح اسمعاعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ډائرېكټر/ چيف اېګزېكټو آفيسر مس كرسټالينا جيورجيوا سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار په پاكستان كښې د نړيوال بانك پورټ فوليو سره سره د سباؤن په پروژو هم رڼا واچوله۔ ده هغه د تېرو پنځو كلونو په مهال د پاكستان د مجموعي اقتصادي كاركردګې څخه هم خبره كړه او وې وئيل چې د روان مالي كال په مهال هم پاكستان د مجموعي قومي پېداوار د شرح نمو هدف په ترلاسه كولو كښې بريالې شوے او دا پرمختګ به راتلونكې كال هم روان وي۔ د نړيوال بانك مشرې د پاكستان حكومت لخوا په اصلاحاتي اېجنډا د عمل كولو اقدامات وستائيل او د پرمختيائي اېجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د نړيوال بانك لخوا مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم سلاكار د پاكستان او هند ترمېنځه د اوبو څخه د برېښنا د پروژو جوړولو په اړه د شخړو په پلو هم د نړيوال بانك د مشرې پام راوګرځولو او غوښتنه ئې وكړه چې نړيوال بانك دې د سندھ طاس لوظنامې له مخې خپل كردار ترسره كړي۔ د وزيراعظم سلاكار نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔
متعلقہ مضامین
-
No problem in civil-military ties: Sheikh Rasheed
-
Graana.com partners with SBP to host overseas Pakistanis in Dubai
-
Nine dead as heavy rains lash the Philippines
-
Dumping site transformed into Peshawar’s mega stunning park
-
Dumping site transformed into Peshawar’s mega stunning park
-
Russia suggests holding UN conference on Afghanistan
-
Pakistan calls for new int’l arms control order
-
Upgradation of conventional capabilities must to deter aggression
-
Al Kabir CEO Summit enthrals business community
-
Sindh govt declares public holiday on Eid Milad un Nabi
-
Al Kabir CEO Summit enthrals business community
-
SC stays release of TLP’s Rizvi