اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬اروپائي ائتلاف په پاكستان كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو په لړ كښې د قدر وړ مرسته كړې٬په پاكستان كښې عسكريت خوښۍ او عسكريت خوښو لپاره هېڅ ځاې نشته٬پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام لپاره پوره اخلاص سره كار كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ د هر شكل مزمت كوي او دې مقصد لپاره د پاكستان د خاورې كارول كېدو سوال هم نه پېدا كېږي۔ده دا خبرې د اروپائي ائتلاف د عسكري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كوستاراكوس سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په دې موقع د دفاع وزارت او د ايوان صدر اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل چې د جنرال ميخائل كوستاراكوس دورې سره به د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په دفاع كښې د مرستې نورې لارې هم پرانستلې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د منطقې د اقتصادي پرمختګ٬استحكام او د خوشحالۍ پروژه ده٬په بشپړه توګه د دې پروژې فعاله كېدو سره به په منطقه كښې ناامني ختمه شي۔اولس مشر په افغانستان كښې د اروپائي ائتلاف د غړو هېوادونو ښه كردار وستائېلو او وې وئېل چې هيله ده د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه به په سباؤن كښې د مرستې لړۍ روانه وي۔اولس مشر ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مو غېر معمولي ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔ده په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د هند په خلاف ورزۍ او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سړغړونو اندېښنه وښودله او وې وئېل چې نړيواله ټولنه دې د دې مخ نيوي لپاره خپل كردارترسره كړي
متعلقہ مضامین
-
“US is very serious in troops withdrawal”: Taliban chief negotiator
-
“US is very serious in troops withdrawal”: Taliban chief negotiator
-
Extension in special powers granted to Rangers signed by Sindh govt
-
Police needs to change its conduct and behaviour towards people: Buzdar
-
Sehat Sahulat Program: 15 m families to get health card
-
Asia Bibi free to travel anywhere: FO
-
Pakistan conducts another successful launch of surface to surface ballistic missile “Nasr”
-
Pakistan urges India to stop anti-Pakistan rhetoric in its domestic politics
-
Saudi crown prince to visit Pakistan; $14b investment expected
-
EPD fails to update air quality monitoring system
-
Hamza allowed to travel abroad
-
Abducted neurosurgeon returns home safely after 48 days