بیجنګ ۔ 6 فروری (اے پی پی) د پاکستان او چین ترمينځھ د كلتوري اړيكو او د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د رابطو ودې له د كلتوري لوظنامې په اېګزېکټو پروګرام لاس ليك شوې۔ د پاكستان لخوا د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او د چين د كلتور وزير لو شوګانګ د چين لخوا ګډون وكړو۔ چین كښې د پاكستان سفير او دواړو هېوادونو اعلی چارواكي په دې مهال موجود وو۔ په كلتوري لوظنامه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د فلم او براډ کاسټنګ ،آرټ او كلتور ٬ تعلیم اوتحقیق ، پرېس او پبلی کیشن ، د لوبو او د ځوانانو چارو كښې مرسته شامل ده۔ دواړه هېوادونه به د رېډیو، فلم او ټیلی وژن په څانګه كښې همكارۍ ته وده وركوي او د اطلاعاتو يو بل سره ګډولو په تګلاره به هم كار كوي۔ ریډیو پاکستان او چائنه ریډیو به يو بل سره د نړيوالو خبرونو تبادله كوي۔ پاکستان او چین به يو تربله كلتوري پلاوي او ډلې لېږي۔ نندارتونونه به كولې شي۔ فنكار به هم د يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔ آرټ ګېلریز، تھېټرز او كلتوري نوادرات څخه به هم دواړهېوادونه استفاده كوي۔ د لوبو او د ځوانانو چارو په څانګو كښې به هم اړيكو ته وده وركولې شي۔ په دې لړ كښې به د ځوانانو 100 كسيزه پلاوې د دواړو هېوادونو دوره كوي۔ د پاكستان او چين ترمينځھ په كلتوري مرستې اډانه لوظنامې سره به دوه اړخيزه كلتوري اړيكې مضبوطې شي او اولسي رابطو ته به وده ترلاسه شي۔ سي پېك د امن او سوكالۍ ستره لاره ده۔ دا د دواړو هېوادونو ترمينځھ د كلتوري او اولسي رابطو راهداري ده۔ دواړه هېوادونه به پاكستان كښې د آثار قديمه ساتنې او بحالۍ له په ګډه كار كوي۔
متعلقہ مضامین
-
PM apprised on legislation to criminalize enforced disappearance
-
Police needs to change its conduct and behaviour towards people: Buzdar
-
Chinese consulate attack ‘facilitator’ arrested in UAE
-
PM apprised on legislation to criminalize enforced disappearance
-
Police needs to change its conduct and behaviour towards people: Buzdar
-
Extension in special powers granted to Rangers signed by Sindh govt
-
SC dismisses review petition against Asia Bibi’s acquittal
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
SC dismisses review petition against Asia Bibi’s acquittal
-
Senate panel approves bill to raise marriage age limit to 18 years
-
Talpur, Majeed file review pleas in fake bank accounts case
-
Sahiwal victims’ family refuses to take part in identification parade