اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)وفاقي كابينې فاټا په قامي چوكاټ كښې د راوستلو لپاره د يوې مهمې پېش قدمۍ په توګه بل پارلمان ته د وړاندې كولو منظوري وركړې ده چې له مخې به ئې د سترې محكمې او د اسلام آباد هائي كورټ دائره اختيار تر قبائيلي سيمو پراخه كولې شي۔ دا پرېكړه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې وشوه۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د پارلمان نه د منظورۍ نه پس د اېف سي آر خاتمه ٬ د اعلٰې عدالتونو دائر اختيار ته پراختيا وركول او د هېواد د معمول قوانينو اطلاق به مرحله وار په قبائيلي سيمو كښې نافذ كولې شي۔دې عمل ته به په لويه پېمانه د پرمختيائي هلو ځلو د لارې وده وركولې شي كوم چې به د ټولو ډلو د سلا نه پس منقسم پول څخه اضافي وسائل بيلولې شي او سرمايه وركولې شي۔ كابينې ته ووئيل شول فاټا په سياسي٬ قانوني ٬ انتظامي او پرمختيائي توګه په مركزي چوكاټ كښې د راوستو عمل نګرانۍ له د وزيراعظم په مشرۍ كښې د عملدرآمد قامي كميټې د وړاندې نه جوړه كړې شوې ده ۔د دې نه علاوه كابينې ګزټ آف پاكستان كښې د اشاعت نه پس مالي كال 16-2015 لپاره د اېس اي سي پي كلن راپور او مالي كال 14-2013 لپاره د مسابقتي كمېسون پاكستان راپور پارلمان ته وړاندې كولو لپاره د خزانې ډويژن له منظوري وركړې ده ۔د قامي الېكټرك پاور رېګولېټري اتهارټۍ د كال 16-2015 او د روان كال د صنعت كال 2016 صورتحال هم كابينې ته وړاندې كړې شوې ۔ وزیراعظم د برېښنا پېداوار٬ وېش٬ رسنې ٬ واجباتو وصولۍ او هېوااد كښې د لوډ مېنجمنټ پحقله كابينې ته د جامع بريفنګ وركولو لپاره اړوند وزارت ته امر وكړو۔ كابنيې سفارتي سركاري پاسپورټ لرونكو لپاره د ويزې ختمولو پحقله د پاكستان او تنزانيه ترمېنځه په لوظنامه د لاسليك كولو هم منظوري وركړه
متعلقہ مضامین
-
Saudi crown prince hails Pakistan’s role towards peace
-
Court grants plea bargain of Sindh Tractor Scandal accused
-
Shehbaz Sharif also allowed to fly to UK for medical treatment
-
Pakistan, Saudi Arabia mull ways to boost economic, trade relations
-
Balochistan schools, colleges told to reduce fee by 20%
-
PM pays respects at Roza-e-Rasool (SAW)
-
Overseas voting rights, EVM use ordinance promulgated
-
Pakistan condemns Israeli forces’ attack on worshippers at Al-Aqsa Mosque
-
Pakistan asks Palestinians don’t lose hope, morality will rule
-
PNS SAIF participates in Naval exercises with US, Canada
-
Families of Doctors Honored by Ferozsons Laboratories in Lahore, Karachi & Islamabad
-
3 soldiers embrace martyrdom, 5 sustain injuries in separate terrorist attacks