لاهور۔22اکتوبر (اے پی پی) د نګران وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې اسلامي نړۍ له به خپل منځه اختلافات هېرولو سره آزاد فلسطيني رياست لپاره اودرېدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ فلسطين سره د يووالي څرګندونې له تابيا كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ له به خپل داخلي استحكام په ځايې ساتل وي۔ ده ووئيل مونږ تېره ورځ فلسطيني اولس لپاره خپله د مرستې سامان اولنۍ قافله مصر ته لېږلې ده خو د مرستې د سامان دې ټركونو د هغه ماشوم مخې ته هېڅ حېثيت نشته كوم چې د اوبو غوښتلو په مهال پاك پروردګار پلو لاړو۔ ده ووئيل د سعودي عربستان موقف د فلسطين حوالې سره د اولنۍ ورځې څخه په ډاګه دے۔ سعودي عربستان دا مهال د او آئي سي مشر هم دے او اوس به فلسطيني اولس ته يو خپلواكه رياست وركول وي چې پلازمينه يۍ قدس وي۔ ده ووئيل د او آئی سی د اعلاميې په رڼا كښې به اسلامي نړۍ له ګام پورته كول وي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر هم وائي د فلسطين وضعه زياته ناوړه ده ، د زرګونو په شمېر كسان شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل د فلسطيني اولس جرم يوازې دومره دې چې هغوي آزاد او خپلواكه حېثيت سره په خپله زمكه ژوند كول غواړي۔ ده ووئيل څو ورځ وړاندې اسرائيل په يو چرچ هم بريد وكړو٬ مونږ له به پرېكړه كول وي چې د ظالم ملګرتيا كوؤ يا د مظلوم؟ يو اړخ ته انسان او بل اړخ ته وحشي درنده ده۔ ده ووئيل تر دې دمه نزدې 4 زره فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي په كومو كښې چې د زرګونو په شمېر ماشومان شامل دي۔ ده ووئيل د دې حالاتو اصل هدف د اسلامي نړۍ امن لمينځه وړل دي۔ ده ووئيل علماﺀ او مشائخ دې امت يو كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل اولنۍ ورځې څخه د فلسطين په اړه د پاكستان ٬ تركيه ٬ سعودي عربستان او ايران دريځ ښكاره دے۔ د پاكستاني رياست پالېسي د فلسطين او كشمير مسئلې په اړه هم هغه ده كومه چې قائداعظم وضعه كړې وه۔
متعلقہ مضامین
-
College student shot dead
-
52 fire engines to improve Karachi’s firefighting apparatus: president
-
WHO provides technical, operational support to Pakistan for COVID-19 preparedness
-
Moot lambasts illegal relocation of population by India in IIOJK
-
Typhoid vaccination campaign from 1st
-
Novel review: Home Fire
-
Court records witnesses’ statements in Shahbaz Tatla murder case
-
Pulwama attack: 10 questions Indians should ask their govt, media
-
ECP says fully aware of its constitutional responsibilities
-
Bilawal attends reception at Qasr-e-Nasir Rohri
-
PDM stands exposed, no place for politics of agitation: Buzdar
-
Pak-China international cooperation yields results