اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې د تماكو څښلو د لاسه په هر 6 سېكنډ كښی يو تن مړ كېږي۔ هر كال 50 لکه كسان د خپل ژوند څخه لاس وينځي٬ په شلمه پېړۍ كښې د دې د لاسه 10 کروړه كسان له خپل ژوند څخه محروم شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ماشومان د تماكو څښلو اثراتو او زيان څخه خبرولو له تابيا كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د تماكو څښلو حوالې سره مهمې پوښتنې كول ضروري دي۔ دا داسې رنځ دے چې د دې د لاسه اوسطا ً په هر 6 سېكنډ كښې يو تن مړ كېږي۔ په هر لسو كسانو كښې يو كس د دې د لاسه مري۔ هر كال 50 لکه كسان د خپل ژوند څخه لاس وينځي٬ په شلمه پېړۍ كښې د دې د لاسه 10 کروړه كسان له خپل ژوند څخه محروم شول۔ ده اندېښنه ښكاره كړه چې تر كال 2030ء د دې د لاسه د مړه كېدونكو شمېره به 50 لكه څخه زياتېدو سره 80 لكه ته ورسي۔ مرتضیٰ سولنګی د تماكو څښلو په ضد جنګ كوؤنكو اتلانو ته سلام كولو سره ووئيل تماكو څښل نشه نه بلكې د مرګ ګولۍ ده۔ دا انساني ژوند لپاره خطرناك څيز دے۔ ده ووئيل چرته چې روغتيا ته د ضرر رسوؤنكو څيزونو تذكره كېږي دغلته دې د تماكو څښلو تذكره هم وكړې شي۔ ده ووئيل په تماكو ټېكسونو كښې اضافه د دې مخنيوي لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل د ماحولیاتی تباهۍ په څير تماكو څښل هم انساني ژوند لپاره خطر دے٬ د دې ناوړه اثرات مونږ په خپل ژوند كښې روزانه وينو۔ ده ووئيل د تماكو څښلو د لاسه د روغتيا په څانګه كښې خرڅونه هم سوا كیږي۔ ده ووئيل زه چې كله وزير نه وم نو هغه وخت هم د تماكو څښلو په ضد د جنګ كوؤنكو اتلانو ملګرے ووم٬ نن هم يم او بيا به هم يم
متعلقہ مضامین
-
Nayeem Khan welcomes UN rapporteur’s report denouncing HRVs in IIOJK
-
AJK govt to establish model tourism spot along with Neelum river
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
DC orders to seal six illegal bus, wagon stands
-
Govt. launches Gender Policy Framework 2022
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
306 new cases of Covid-19 reported
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM
-
306 new cases of Covid-19 reported
-
DC for comprehensive crackdown against encroachment
-
Used phones sale by non-locals banned in Karachi