اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ټولو اړوندو ادارو او چارواكو ته امر كړے چې د اېس آئي اېف سي له مخې اقدامات له مرسته او به محنت سره عمل وكړئ دغسې چې پاكستان نه يواځې د لنډې ٬ مېنځنۍ او اوږدې مودې خوږو څخه ګټه پورته كړې بلكې د هېواد په پراخه ګټه د تل پاتي اقدامات لاره هم هواره شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميديا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل (اېس آئي اېف سي) د اېپکس کميټۍ اوومه غونډه شوې چې پكښې د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير، د نګران كابينې غړو، اعليٰ وزيرانو او اړوندو حكومتي چارواكو ګډون كولو ۔ په غونډه كښې د اېس آئي اېف سي له مخې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره د پورته كړو اقداماتو جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې بېلا بېلو وزارتونو په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې او متعين كړي هدفونه په وخت سر كولو كښې سهولت لپاره په اقدامات بريفنګ وركړو۔ كمېټۍ د اېس آئي اېف سي له مخې سرمايه كارۍ ته وده وركولو لپاره د پورته كړو د بېلا بېلو اقداماتو پېشرفت د اطمينان وړ وګرځولو۔ كمېټۍ د اېس آئي اېف سي له مخې په هېواد كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره دوست هېوادونو سره روابطو كښې تېزي او سركاري او نجي ادارو سره د مرستې د اقدامات ستائنه وكړه ۔ کمېټۍ سرمايه دارو سره د بېلا بېلو اقداماتو پحقله په موثره ډول د روابطو زياتولو هم ستائنه وكړه چې په سبب ئې په كورنۍ او غېر ملكي كچه د منصوبو پحقله په پېشرفت كښې تېزي راغلې ۔ کمېټۍ په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره اقدامات سره سره د سرمايه كارو اعتماد زياتولو لپاره د پاليسي اقدامات هم جاج واخست او په دې پاليسي اقدامات كښې غېر ملكي سرمايه كارو ته د ګټې منتقلي٬ په هېواد كښې د كاروباري شخړو د حل عمل٬ مواصلاتي بنيادي ډهانچه او افرادي قوت ته د نړيوال معيار له مخې ترقي٬ اېګزم بېنك په ترجيحي بنيادونو فعاله كول شامل دي۔ كمېټۍ په هېواد كښې د تېل او ګاز په څانګه كښې سرمايه كاري كولو سره د دې مسئلې تل پاتې حل لپاره د جامع لائحې وړاندې كولو هم امر وكړو٬ كمېټۍ په زيان چلېدونكې د سركاري ادارو د نجكارۍ د عمل جاج واخست او د دې په كاركردګۍ ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ كمېټۍ د نجکارۍ دا عمل د لا ګړندي كولو امر وكړو۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ ټولو اړوندو ادارو او اهلكارو ته امر وكړو چې د اېس آئي اېف سي له مخې اقدامات له بشپړه مرسته او په محنت سره عمل باوري كړئ دغسې چې پاكستان نه يواځې د لنډې ٬ مېنځنۍ او اوږدې مودې خوږو څخه ګټه پورته كړې شې بلكې د هېواد په پراخه ګټه د د تل پاتي د اقداماتو لاره هم هواره شي۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير د پاکستان تل پاتې معاشي بحالۍ كښې د پاك پوځ لخوا حكومت سره د بشپړه مرستې د عزم باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
LHC orders for making report on petroleum crisis public
-
Supreme Court denies permission for stone crushing in Margalla Hills
-
Google services back to normal after brief outage
-
First Virgin Atlantic flight lands at Lahore airport from London
-
First Virgin Atlantic flight lands at Lahore airport from London
-
President approves Anti-Rape Ordinance 2020 for speedy trial through special courts
-
Dec 16: a tale of Indian-sponsored tragedies of APS and East Pakistan
-
Cash economy helping Pakistan’s illicit trade thrive
-
‘Until we meet again’: A sister’s account of how they lost her brother to the APS carnage
-
PM should take up Indian Chronicles leaks with UN Secretary General, Interpol
-
PML-N ex-lawmaker Amjad Ali Javaid booked in corruption case
-
Lt Gen Akhtar Nawaz appointed NDMA chief