بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو (بي آر آئي) پرمختګ٬ سوكالۍ او منطقې لپاره ګېم چېنجر منصوبه ده، سي پېك د بي آر آئي فليګ شپ منصوبه ده، پاکستان كښې په سي پېك كښې د نورو هېوادونو او شراكت دارو هركلے كوٶ٬ نړۍ ماحولياتي بدلون٬ غذائي تحفظ او د وباء چلېنجز سره مخ ده٬ مشتركه پرمختګ او د سوكالۍ منصوبو كښې د انسانيت خېر دے۔ د شورو په ورځ د بېلټ اېنډ روډ د لوړې كچې درېم فورم ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په بي آر آئي فورم كښې په ګډون كوونكو ډېر خوشحاله شوے يم٬ په بېلټ اېنډ روډ تصور صدر شي جن پنګ له مباركي وركوم ، بي آر آئي د ترقي او خوشحالۍ منصوبه ده٬ بي آر آئي او د سي پېك لس كاله بشپړ شوي٬ ده ووئېل په اولسي كچه رابطو او معاشي پرمختګ ته د بي آر آئي نه وده ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل هم جامع روابط د اولس د خوشحالۍ سبب جوړېږي۔ ده ووئيل د چين د پرمختيائي ماډلز څخه ډېر زيات متاثره يم٬ نړۍ كومه چې ماحولياتي بدلون،غذائي تحفظ او د وباء چېلنجز سره مخ ده٬ ټرانسپورټېشن، توان او د ډيجيټل تفريق خاتمې لپاره نړيواله سرمايه كاري ضروري ده۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې په پاكستان كښې د بي آر آئي د فلېګ شپ منصوبې “سي پېك” پېل شوې او د دې منصوبې له مخې د 25 اربه ډالرو 50 منصوبې ترسره شوي دي٬ د سي پېك منصوبو سره په پاكستان كښې اته زره مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي او د لس زره مېګاٶاټ منصوبې ترسره كېدونكې دي۔ ده ووئيل ګوادر كښې به ډېر زر نړيوال هوائي مېدان فعاله شي٬ د كوټلې مواصلاتي روابطو د لارې به زراعت او صنعت ترقي وكړي۔ ده ووئيل د كروړونو په شمېر خلق د غربت نه په رابهر كولو د چين مشران د پېرزوئنيو مستحق دي٬ پاکستان به په سي پېك كښې د نورو هېوادونو او شراكتدارو هركلے كوي
متعلقہ مضامین
-
PDM endangering people’s lives by holding rallies: CM Buzdar
-
PML-N leader Saif-Ul-Malook Khokhar in hot water
-
Islamabad, Dhaka agree to strengthen ties, exchange good wishes
-
Pakistan is all set to benefit from COVID-19 vaccines
-
PTA asked to satisfy IHC that social media rules do not violate Constitution
-
New LG system will bring governance revolution: PM
-
New LG system will bring governance revolution: PM
-
Shalamar Medical & Dental College organizes 6th Convocation Ceremony
-
Legal action awaits all those holding unlawful rallies: Buzdar
-
Punjab governor, wife administered trial Covid-19 vaccine
-
Govt to provide satellite imagery of Billion Tree Tsunami project to SC
-
Govt to provide satellite imagery of Billion Tree Tsunami project to SC