اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقداماتو وفاقی وزیر پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي تر كال 2035 د پاكستان معيشت 1 ټريلين ډالرو ته د رسېدو هيله لرؤ ٬ هېواد به لويے معيشت جوړ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ’ماسټر کارډ فنډډ کیئر اګنائټ پراجیکټ‘‘ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د هېواد معیشت تر كال 2035 د نړۍ د لوئے معيشت جوړېدو صلاحيت لري۔ ده هيله ولرله چې په راروانو 5 كلونو كښې به د هېواد برآمدات كه پاك پروردګار ته منظور وي 100 اربه ډالرو ته ورسي كوم چې دا مهال 30 اربه ډالر دي۔ده ووئيل د مسلم لیګ ن په تېر دور كښې به نړيوالو اقتصادي تھنك ټېنكس پاكستانې معيشت د نړۍ په وړاندې 20 لويو معيشتونو كښی شمېرلو۔ ده ووئيل د سي پېك بنياد د مسلم ليګ نون تېر حكومت اېښودلے وو او دې سره هېواد ته ډېره زياته سرمايه كاري راغلې وه۔ ده ووئيل دوه خبرې دي چې يا خو پاكستان تر كال 2035 پاكستانې معيشت تر 1 ټریلین ډالر رسولې شوو او يا معاشي دلدل سره مخ كېدې شوو۔ ده ووئيل معاشي هارټ اټېك څخه بچ كېدو لپاره به مونږ له خپل عادتونه بدلول وي۔ ده ووئيل د معاشي پالېسۍ مضمرات په لس كاله كښې مرتب كېږي۔ د كومې هم پالېسۍ مطلوبه نتيجې د سياسي تسلسل او استحكام نه غېر نه شي ترلاسه كېدې۔ ده ووئيل كوم هم هېواد د مېرمنو نمائندګۍ نه غېر قومي پرمختګ ترلاسه كولې نه شي۔ ده ووئيل حكومت په سرمايه كارۍ او ملازمتونو كښې مېرمنو لپاره مساوي موقعې برابروي۔ ده ووئيل په اولس كښې يو والي پېدا كولو له به كركلې او خپل منځه سياسي اختلافات لرې كولو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل مونږ له به د يو بل د رايې احترام كول او هېواد د يو بل مخه نيولو سياست څخه ساتل وي
متعلقہ مضامین
-
PA resolution demands disqualification of Ayaz Sadiq
-
SC dismisses all the review petitions against its verdict in GIDC case
-
Don’t insult institution for shining political shops, NA speaker tells opposition
-
Court to indict Shehbaz, family on Nov 11 in money laundering, assets cases
-
Fayyaz ul Hassan Chohan removed as Punjab Information Minister, Firdous appointed Special Assistant to CM
-
ATC extends remand of motorway gang-rape accused Abid Malhi
-
Single national curriculum to quash classism in Pakistan: PM
-
Court to indict Shehbaz, family on Nov 11 in money laundering, assets cases
-
Occupancy of capitalists at Arts Council Karachi usurps rights of real artists
-
Ishq-e-Rasool week being observed to show love to holy Prophet (PBUH)
-
Occupancy of capitalists at Arts Council Karachi usurps rights of real artists
-
Clear divisions within PML-N over anti-state narrative: PM