اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان حكومت هېواد د پولیو په شان ناوړه رنز څخه پاكولو له لوظي دې،پاكستان سباؤن د پوليو څخه تر پاكولو له به ذاتی نګرانی سره خپلي هڅي رواني ساتم۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف سره د روټری فاؤنډیشن پلاوي انټرنېشنل پولیو پلس كمېټی مشر مائیك میك-ګورن په مشرۍ كښې ملاقات كړې۔ملاقات كښې د روټری عهدیدارو عزیز میمن، فیض كډوائی، عدنان روهیله او اړوندو وزارتونو اعلی چارواو ګډون وكړو۔وزیر اعظم ووئيل پولیو ختمولو لپاره روټری انټرنېشنل او بِل اور میلنډا ګیټس فاونډیشن خذمات د ستائني وړ دي، حكومت د پوليو مخنيوي وركرز سكیورټی باوري كوي،وزیرِ اعظم كال 2022 سېلاب ځپليو لپاره د روټری انټر نېشنل د اړخه رهائشی منصوبو ډاډګيرنه وكړه،وزیرِ اعظم اړوندو چارواكو ته د پولیو راروان كمپائن لپاره تګلاري مرتب كولو سپارښتنه وكړه۔ملاقات كښې وزیرِ اعظم ته ووئيل شول چې روټری انټرنیشنل او د پوليو مخنيوي لپاره كمپائن له نورو شراكت دارو سږ كال يو كروړ 50 لكهه ډالره بيل كړي۔ ملاقات كښې چارواكو وزیرِ اعظم ته هېواد كښې د پولیو كمپائنونو موجوده صورتحال په اړه خبر كړو۔وزیرِ اعظم اړوندو چارواكو ته او په خاص توګه قانون نافذ كونكو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې پولیو وركرز سكیورټی دې په هر صورت كښې فول پروف كړې شي۔ وزیرِ اعظم د قامي روغتيا وزراتِ چارواكو ته سباؤن كښې د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره د بشپړه تيارۍ سپارښتنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
NCOC team checks vaccination status on public transport
-
British parliament’s role imperative in resolving Kashmir dispute: Sultan
-
Balochistan reports 32 cases of Omicron
-
KP LG elections a new beginning
-
COVID-19 kills two people, infects 359 more
-
Cop in Islamabad who was charged for spying was sent to jail on court order
-
Tea price up by Rs300 per kg
-
Senior teacher goes missing in Punjab town
-
Pakistan, Saudi Arabia reiterate desire to take bilateral ties to new heights
-
Pakistani Rupee increases in Interbank Market
-
Tea price up by Rs300 per kg
-
Pakistan, Saudi Arabia reiterate desire to take bilateral ties to new heights