اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د پاک افغان خارجه وزيرانو د ترهه ګرۍ په ضد د مبارزې او د دوه اړخيزه همکارۍ په زياتولو او د دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت په لړ کښې د سيمه ايز اقتصادي انضمام او رابطې ودې لپاره د تجارت په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو په اهميت زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري په خارجه وزارت كښې د افغانستان د خارجه وزير عامر خان متقي كوربتوب وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې دواړو لورو د سولې او امنیت سره سره د تجارت او رابطو په شمول د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د بهرنیو چارو وزیرانو د دوامداره او عملي مصروفیتونو پر دوام ټینګار وکړو، او د سولې او امنیت په برخه کښې د دواړوهېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دوه اړخیزو همکاریو زياتوالي په حاجت زور راوړو۔ د پاكستان خارجه وزير په خارجه وزارت كښې د افغان پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستا وكړه۔ افغان خارجه وزير او افغانستان د صنعت او تجارت وزير سره د لوړې كچې پلاويو د روانې مياشتې تر 8 مې نېټې د پاكستان په دوره دي۔ د دوه اړخيزه ملاقاتونو نه علاوه افغان خارجه وزير تېره ورځ چين – پاكستان –افغانستان درې اړخيزه مذاكراتو كښې ګډون هم وكړو۔ په مذاكراتو كښې د چين خارجه وزير هم موجود وو۔ په دغه مهال درې واړو خارجه وزيرانو په سياسي مشغوليت ٬ د ترهګرۍ په ضد همكارۍ په شمول د درې اړخيزه فرېم ورك لاندې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او رابطه كارۍ په برخو كښې د همكارۍ په زياتولو موافقت وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan successfully raised Kashmir issue at international forum: Fakhar Imam
-
Tiger Force to fill human resource gap: Usman Dar
-
UAF scientist’s study to help technological development
-
Pre-conditions set by Pakistan benchmark for any talks with India: Moeed
-
Pak-China ‘Health Corridor’ to benefit people’s livelihood in Pakistan: report
-
Pre-conditions set by Pakistan benchmark for any talks with India: Moeed
-
UAF scientist’s study to help technological development
-
Tiger Force to fill human resource gap: Usman Dar
-
Unknown people open fire on NATO vehicles in Khyber
-
CPEC strong pillar of Pak-China all-weather friendship: Ambassador Haque
-
Unknown people open fire on NATO vehicles in Khyber
-
13 more lose lives as active Covid-19 cases cross 9,000