اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) وفاقي کابينې په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د ټولټاكنو پحقله الېكشن كمېشن آف پاكستان ته د 21 اربه روپو وركولو پحقله د خزانې وفاقي وزارت سمري پارلمان ته د ريفر كولو٬ د الېكټرك بائيكس او الېكټرك ركشو پحقله د فنانسنګ فسېلېټي منظوري ٬ انوسټ پاكستان لپاره د قانون سازۍ منظوري دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف په كبل سوات د سي ټي ډي سټېشن كښې د رامخې ته شوې پېښې پلټنو كښې د وفاقي حكومت نمائنده شاملولو او شهيدانو له د شهدا پېكېج وركولو امر كړې دې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مكې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې شوې۔ د وفاقي كابينې په غونډه كښې د سوات په كبل سيمه كښې د كاٶنټر ټېررازم ډيپارټمنټ په پوليس سټيشن كښې د رامخې ته شوې پېښې په نتيجه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره شهيدانو لپاره فاتحه خواني او په پېښه كښې د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم د كورنيو چارو وفاقي وزارت ته په ذكر شوې پېښه كښې د وفاقي حكومت د نمائنده شاملولو امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پېښور په پوليس لائن كښې په چاٶدنه كښې شهيدانو له دې هم پېكېج وركړې شي او په كبل پېښه كښې شهيدانو له دې هم دا پېكېج وركړې شي۔ وفاقي کابينې په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د ټولټاكنو پحقله الېكشن كمېشن آف پاكستان ته د 21 اربه روپو وركولو پحقله د خزانې وزارت سمري پارلمان ته د رېفر كولو منظوري وركړه۔ وفاقي كابينې د سرمايه كارۍ بورد په سفارش انوېسټ پاكستان لپاره د قانون سازۍ منظوري وركړه، د دې قانون سازۍ د لارې به د سرمايه كارۍ بورد له مخې د “انويسټ پاکستان” دفتر جوړولې شي كوم چې به په پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ كښې كار كوي، ذكر شوي قانون سازي به د سرمايه كارۍ دوست سروسز وركول باوري كولو كښې مرسته كوي۔ د وفاقي كابينې په غونډه كښې د كابينې د اتم نومبر كال 2017 پرېكړې چې پكښې ټول وزارتونه او ډويژنز د دې خبرې پابند كړې شوې ٶ چې ھغوي دې خپل د اېكټ په رولز كښې د لفظ “وفاقي حكومت”په ځائ د موزو اتهارټيز” استعمال لپاره بدلون وكړي، پحقله د ګائيډلائنز منظوري وركړې۔ وفاقي كابينې د سمندري چارو وزارت په سفارش د ان لېنډ ريونيو سروس د ګرېډ 21 افسر سيدين رضا زېدي د ډېپوټېشن په بنيادي د كراچۍ پورټ ټرسټ د چيئرمېن تعينات كولو منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د ديارلسم اپرېل 2023 د غونډې د شوې پرېكړو توثيق وركړو٬ په دې پرېكړو كښې په سوئيلي وزيرستان كښې د انګور اډه كستم ستېشن ته افغانستان او د مېنځنۍ آسياء رياستونو لپاره د اېكسپورټ لېنډ روټ ډېكليئر كولو منظوري شامل ده٬ د دې نه علاوه په دې پرېكړو كښې د ماحول دوست بائيكس او الېكټرك ركشو استعمال عام كولو لپاره د فنانسنګ فسېلېټي منظوري هم شامل ده چې له مخې به پنځه لكه روپۍ قرضه د پراېم منسټر يوتھ بزنس اېنډ اېګريكلچر لون اسكيم د لارې زيرو مارك ترلاسه وي۔ دې اقدام سره په هېواد كښې د ګران اېندهن درآمد په مد كښې خاطر خواه بچت وشي
متعلقہ مضامین
-
Sindh withdraws decision to hand over islands to Centre
-
LHC acquits Christian man on death row for blasphemy
-
Court summons Nawaz through newspaper ads
-
Experts term pro-active energy management a key requirement for Pakistan in the energy sector
-
LHC acquits Christian man on death row for blasphemy
-
US hopeful for Afghan, Pakistan side agreement
-
Minor sexually assaulted, tortured to death in Charsadda
-
Protection of life, property of people top responsibility of police: IGP
-
Strong foreign policy linked with stable economy: FM
-
UoG BA/BSc/BCom/AD exams from Oct 20
-
Bundal Island to bring in billions of rupees investment, says governor
-
Qureshi, UAE FM agree to strengthen bilateral ties