اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد د شورؤ په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د ګلګت بلتستان په روانه امنيتي وضعه ٬ پرمختيائي پروژو ٬ بجټ ايشوز او د غنمو رسولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په خپلو خبرو كښې قمرزمان كائره ووئيل چې په ګلګت بلتستان كښې د تنخاګانو٬د پرمختيائي پروژو او د غنمو رسولو په اړه مې وزيراعظم سره ملاقات كړې دې۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو هدايات جاري كړې دي۔ په ملاقات كښې د غنمو رسولو او بيعو په اړه هم تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ په ملاقات كښې په دې مواقفه راغله چې د غنمو د بيعو تعين او د دې د رسولو په اړه به ټولو سياسي ګوندونو سره مشاورت كولې شي۔ په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان د 2018 او 2019 په جي بي آرډرز او په دې لړ كښې په سپريم كورټ كښې د كيس په اړه هم خبرې اترې وشوې۔ د ګلګت بلتستان آئيني اېشوز په اړه په شريك مشاورت هم اتفاق وكړے شو۔ قمرزمان كائره اعلی وزير ته د وزارت لخوا د ګلګت بلتستان د هر ډول مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت او وزارت ترمينځه تړون به لا پياوړے كړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Economic growth through infrastructure development
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued