اسلام آباد03 اګست(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي كركيله د هېواد د معيشت لويه څانګه ده٬د كوريا لخوا په زرعي څانګه كښې د ټېكنالوجۍ او تجربې تبادلې سره به په هېواد كښې غذائي تحفظ له مرسته تر لاسه شي او د وړو كروندګرو مجموعي آمدن به ښه شي۔ده دا خبرې د كوريا نائب وزير هورتائي وونګ په مشرۍ كښې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔د پلاوي هركلي كولو سره وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه اوسنۍ ګڼ اړخيزه او د دوستۍ اړيكې وستائېلې۔وزيراعظم فصلونو لپاره د خاص زرعي ټېكنالوجۍ پرمختګ٬د تحقيق كوونكو او كروندګرو د كار استعداد٬د تربيې وركړه او په زرعي څانګه كښې د پائيدار پرمختګ په ملاتړ كښې د سوئېلي كوريا د ډي آر ډي اے د كردار ستائنه وكړه۔وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې دواړه هېوادونه به د دوه اړخيزه مرستې د مستحكمولو په غرض په بېلا بېلو څانګو كښې صلاحيتونه كارولو سره په ګډه كار وكړي۔د سوئېلي كوريا نائب وزير د پاكستان او كوريا ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې ستائنه وكړه او د پاكستان د زرعي څانګې او كلي والو سيمو په پرمختګ كښې يې د سوئېلي كوريا لخوا د پرله پسې مرستې د عزم څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
PML-N political patroniser of land grabbers: Ch Fawad
-
Pakistan holds bilateral dialogue with the Republic of Korea on Climate Change and Science: FO
-
HEC Rejects Viral Notification Regarding Online Exams
-
Biden administration hails Pakistan’s sacrifices in fight against terrorism
-
COAS Gen Bajwa discusses defence, security cooperation with Qatari emir
-
Foreign secy highlights ‘Engage Africa’ initiative in 3rd Pak-Kenya BPC
-
Foreign secy highlights ‘Engage Africa’ initiative in 3rd Pak-Kenya BPC
-
COAS Gen Bajwa discusses defence, security cooperation with Qatari emir
-
‘Kamyab Kissan’ reflects PTI govt’s farmer-friendly policies.: Ch Sarwar
-
81 deserving families of South Waziristan get compensation cheques
-
LHC questions legality of e-challans
-
Govt should address teachers’ problems, says Mushahid