اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غړو وئيلي دي رسول اكرم (ص) سره عشق د هر مسلمان ايمان دے۔ احتجاج د ټولو حق دے ولې دې كښې بايد تشدد شامل نه كړے شي او نه رياستي عملداري بايد چېلنج كړے شي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډې په مهال د اعتراض په نكته د قومي اسمبلۍ غړي سيد نويد قمر ووئيل رسول اكرم (ص) سره عشق د هر يو مسلمان ايمان دے۔ د رياست عملداري بايد چېلنج نه كړے شي۔ په اروپا كښې د رامخې ته شويو پېښو بايد مونږ مناسب ځواب كړے وې چې ورسره به سفارتي اړيكې هم ځپلې شوې نه وې۔ دا معامله بايد پارليمنټ ته راوړلې شوې وه۔ په ادارو بريدونه كول سم نه دي۔ د قومي اسمبلۍ غړي صلاح الدين ووئيل د رسول (ص) په حرمت مو ځان هم قربان دے۔ محسن داوړ ووئيل مونږ ټول د رسول (ص) عاشقان يؤ۔ كوم وګړے دا اختيار نه لري چې په بل كومه مطالبه منلو له تشدد وكړي۔ پیر سید عمران احمد ووئيل په اوسنو پېښو كښې شهيد شوي اهلكار زمونږ ورونړا دي۔ خپل جائيدادونو خرڅولو سره د فرانس قرضې بېرته وركولو له چمتو يؤ۔ د دې ټول پېښو پلټنيو له دې د ګډې پارليماني كمېټي جوړه كړې شي۔ هغه زياته كړه چې مونږ له به د تشدد په ځائې سولييز احتجاج كول وي۔ عبدالاکبر چترالی او شېخ راشد شفیق هم په دې معامله د خيالاتو څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Chairman NAB chairs high level meeting
-
SHC accepts Khursheed’s plea for hearing in assets case
-
Court ratifies NAB report about freezing Mandviwalla’s 3.1m shares
-
In recognition of his Sacrifices and Contributions for Pakistan
-
UAE suspends new visas for Pakistan due to ‘security concerns’: report
-
SC grants bail to Ahad Cheema in Ashiana housing case
-
Hospitals full as second wave of virus grips Pakistan
-
PPP’s Ali Musa Gillani granted bail
-
Pakistan hosted the Inaugural Meeting of SAARC Planning Ministers
-
Imran Khan Decided not to shut businesses and factories
-
SC issues contempt of court notice to CM Sindh Murad Ali Shah
-
Pakistan hosted the Inaugural Meeting of SAARC Planning Ministers